۶ کب ۱۳۹۴
کابل: ولسمشر د ملي راډیو تلویزیون خبریال زبیر خاکسار کورنۍ سره چې تېره میاشت په مرموز ډول ووژل شوو لس زره ډالر نغدي مرسته وکړه.
دا مالي مرسته نن د رسنیو او خبریالانو فدارسونونو د استازو په شتون کې د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د زبیر خاکسار کورنۍ ته ورکړه.
د هغه په وینا ولسمشر دا پیسې د وژل شوي خبریال کورنۍ اړتیا پوره کولو په خاص ډول د هغوي زده کړو لپاره ځانګړې کړلې.
ولسمشر تېره میاشت ارګ کې د هیواد رسنیو او خبریالانو ټولنو او بنسټونو سره ناسته کې ژمنه کړې وه چې د زبیر خاکسار کورنۍ غړو سره به مرسته وکړي.
د ملي راډیو تلویزیون خبریال زبیر خاکسار مړی چې تازه یې د ننګرهار والي د مشاور په توګه په کار پېل کړی و د روان کال دلوې میاشتې په لسمه د شپې د سره رود ولسوالۍ خرقلعه سیمه کې پېدا شوو.
هغه د ملي راډیو تلویزیون له تګړه کار کوونکو ګڼل کیده، هغې له شاوخوا ۳۰ کالو را په دې خوا ملي راډیو تلویزیون سره د خبریال او خپرونو چمتوکوونکي په توګه کار کوه.
د ځایې سرچینو مالوماتو په اساس دا خبریال په ډزو وژل شوی او تر اوسه څرګنده نه ده، چې د کوم شخص/ اشخاصو لخوا وژل شوی او دې لرې سیمې ته یې د سفر موخه هم نه ده روښانه.
لس ورځې د مخه د طلوع تلویزیون کار کوونکو لېږد موټر د ځانمرګي بریدګر لخوا په نښه شو، چې دې پېښه کې ۷ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
افغانستان کې په تیرو دوه لسیزو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې، د فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ او فشار سلګونه پېښو کې ۵۹ خبریالان وژل شوي چې ډیرې هدفي وژنې دي.
تیره میاشت ولسمشر اړوندو چارواکو ته امر وکړ چې د ژورنالیستانو په وړاندې د تاوتریخوالی قضیې وڅیړي او خپرې کړي.

