همېشه بهار راډیو تلویزیون چې تړل شوی و د فعالیت اجازه یې ترلاسه کړه

۱۴۰۲ زمري ۲۹ مه
جلال اباد- په جلال اباد کې د همېشه بهار راډیو تلویزیون، چې درې اونۍ وړاندې د ننګرهار د سیمه ییزې ادارې په امر  تړل شوی و، د فعاليت اجازه ترلاسه کړه او بیا ځل لپاره پرانيستل شو.
د همېشه بهار راډیو تلویزیون مسؤل مدیر اتل خان ستانکزي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، چې د همېشه بهار راډیو تلويزيون دروازې مهر لاک نن یکشنبه مازدیګر شاوخوا څلور بجې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د استازي له لورې لرې شو.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قريشي بدلون په همېشه بهار راډیو تلویزیون باندې د لګول شویو محدودیتونو د ختمېدو د اعلان ترڅنګ ویلي دي، چې دا رسني د یو لړ رسنيزو سرغړونو له امله په موقتي ډول تړل شوې وه.
د همېشه بهار راډیو تلویزیون دفتر د زمري په ۱۰ مه د څلورمې امنیتي حوزې اړوند امنیتي کسانو له لورې وتړل شوه.دا پېښه د دې شبکې د ژورنالیزم د یوې روزنيزې دورې له تړلو یوه ورځ وروسته پېښه شوه.دغه ورکشاپ په جلال اباد ښار کې د شپږو نجونو په ګډون د ۱۶ تنو زده کوونکو په شتون کې جوړ شوی و. د «اسلامي امارت» ځینو ځایي مسؤلیتونه هغه وخت ویلی و، چې همېشه بهار د نجونو د لوړو زده کړو  او له نارینه وو سره په ګډ پروګرام کې د نجونو پر ګډون د بندیز حکم له پامه غورځولی و او له همدې امله ورته سزا ورکول ورکړل شوې وه.پر دې سربيره «نن» سیمه ییزه راډیو او په کابل کې د «ځوانانو» راډیو ټرانسمیټر، چې په ننګرهار کې یې د همدې راډیو خپرونې خپرولې هم په همغه ورځ  فعالیت بند شو او یوه اونۍ یې د کار اجازه نه لرله.دا دواړه رسنۍ د همېشه بهار راډیو تلویزیون په ودانۍ کې موقعیت لري.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د همېشه بهار راډیو تلویزیون د پرانیستل کیدو څخه په هرکلي، د سیمه ییزو چارواکو څخه غواړي د رسنیو خپلواکۍ ته د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې چې دوی تصویب کړی دی درناوی وکړي.
د ټولیزو رسنیو قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی، چې د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور او محدود کړي او یا په بله بڼه د ټولیزو رسنیو په چارو او نشراتو کې مداخله وکړي.
همېشه بهار راډیو په ۱۳۹۰ کال او تلویزیون یې په ۱۳۹۷ کې په جلال اباد کې جوړ او خپرونې یې پېل کړې.
دغه راډيويي او ټلويزيوني شبکه د سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او ورزشي برخو په ګډون په بېلابېلو برخو کې خپرونې تولید او خپروي او د مسؤل مدير په وينا یې، په دې رسنۍ کې د ٩ ښځينه کارکوونکو په ګډون ٣٥ تنه کار کوي.