
۱۴۰۲ زمري ۱۵ مه
جلال اباد- د ننګرهار د سیمه ییزې ادارې له لورې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د همېشه بهار راډیو تلویزیون د دروازو د تړلو د حکم له پلې کیدو وروسته د «نن» راډیو او د «ځوانانو» راډیو استونکی «ټرانسمیټر»، چې د هميشه بهار راډیو په دفتر کې شتون لري، هم له فعالیت پاتي شو او سیمه ییزه اداره دې دواړو رسنیو ته هم د فعالیت اجازه نه ورکوي.
همېشه بهار راډیو تلویزیون پنځه ورځې وړاندې «زمري ۱۰» د نجونو او هلکانو په ګډون د ژورنالیزم د یوې روزنيزې دورې له پیل وروسته د امنيه قومندانۍ له لورې بنده شوه.
د سیمه ییزې ادارې امنیتي ځواکونو دا ښوونیز ځای په دې دلیل چې دوی یې « د نجونو د لوړو زده کړو او ګډ درس منعې په اړه د اسلامي امارت له امر سرغړونه»بللې، ګډ وډ کړی او یوه ورځ وروسته یې د همېشه بهار راډیو دروازه هم وتړله.
مګر تر هغې وروسته د سیمه ییزې ادارې ځینو سرچینو د خبريالۍ روزنیز پروګرام ته له اشارې پرته، د همېشه بهار راډیو تلویزیون د تړل کیدو دلیل «حقوقي مسله» یاده کړه؛ هغه ادعا چې د دې رسنۍ د مسؤلینو له خوا رد شوې ده.
یوه ورځ وروسته د زمري په ۱۱مه په ننګرهار کې د «رسنيزو سرغړونو ته د رسیدو کمېسیون» چې د دغه ولایت د استخباراتو، امنیه قوماندانی، امر بالمعروف او د اطلاعاتو کلتور ریاست استازو په غړیتوب جوړ شوی دی، د همېشه بهار راډیو تلویزیون د تړلو لومړنۍ پریکړه تائید کړه او بیا یې په ګډه د دې رسنۍ دروازه وتړله.
مګر د همېشه بهار راډیو تلویزیون له تړل کیدو وروسته نن راډيو او د ځوانانو راډیو ټرانسمیټر، چې د همېشه بهار راډیو په ودانۍ کې شتون لري، هم له فعالیت پاتې شو او سیمه ییزې ادارې دې دواړو رسنیو ته هم د فعالیت اجازه نه ده ورکړې.
د نن راډیو سټیشن او د ځوانانو راډیو ټرانسمیټر، چې دواړه د همیشه بهار په ودانۍ کې موقعیت لري، تر اوسه د کار جواز نه دی ترلاسه کړی. نن راډیو په ۱۳۸۷ کال کې جوړه شوه او د ځوانانو راډیو تقویتي ټرانسمیټر، چې دفتر یې په کابل کې دی له شپږو کلونو راهیسې د همیشه بهار له لارې په ننګرهار ولایت کې د دې رسنۍ خپرونو ته زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د همېشه بهار راډیو تلویزیون د دروازې تړل کیدو او همدارنګه د نن راډیو او د ځوانانو راډیو ټرانسميټر د فعالیت بندولو دوام باندې د خپلې ژورې اندېښنې په شریکولو سره، دا پریکړه د هیواد د ټوليزو رسنیو د قانون خلاف او خپلواکو رسنیو باندې د فشار زیاتوالی او د جدي محدودیتونو په نظر ګوري.
د ټولیزو رسنیو قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی، چې د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور او محدود کړي، یا یې په خپرنیزو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» له خوا د تصویب شوي ټولیزو رسنیو د قانون پر تطبیق د ټینګار په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د امارت له چارواکو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې د همیشه بهار راډیو او تلویزیون په هکله په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او اجازه دې ورکړي، چې دا شبکه او همدارنګه نن راډیو او ځوانانو راډیو استونکي ته دې د بیا فعالیت اجازه ورکړي؛ تر څو د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خپل کار ته دوام ورکړي.

