په قلم راډیو کې چاودنه په کلکو ټکو غندو

په قلم راډیو کې چاودنه په کلکو ټکو غندو

جلال اباد، ۱۳۹۳ د وري ۵مه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په قلم راډیو کې د ماین چاودنه، چې یادې راډیو ته د درنو زیانونو د اوښتو او د فعالیت د درېدو لامل شوه، په کلکو ټکو غندي او د ننګرهار ولایت له سیمه‌ییزې ادارې غواړي ترسره کوونکي یې د قانون منګلو ته وسپاري.

د قلم راډیو مسؤول مدیر انعام الله میاخیل د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاده پېښه د دوشنبه سهار شاؤخوا شپږ نیمې بجې رامنځته شوې.

هغه وویل، په دې چاودنه کې چاته زیان نه دی رسیدلی، خو د ترانسمیټر او خبر سټیدیو تجهیزات له منځه تللي او یاده راډیو له فعالیت پاتې شوې ده.

میاخیل زیاته کړه، تر دې دمه د یادې پېښې څرنګوالی نه دی په ګوته شوی او کوم کس یا ډلې یې هم مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د قلم راډیو د مسؤول مدیر په وینا، درې میاشتې وړاندې یو ناپېژانده کس، چې ځان یې د طالبانو غړی ښودلی و، په یوه ټلیفوني اړیکه کې ګواښ کړی و، که چرته په یاده راډیو کې د موسیقي خپرول بند نه شي پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

خو انعام الله میاخیل زیاته کړه، چې طالبانو له پېښې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې په دې پېښه کې یې لاس نه درلود.

قلم راډیو یوه خصوصي رسنۍ ده، چې د ۱۳۹۲ کال د وري میاشتې په پیل کې په کامه ولسوالۍ کې جوړه شوه.

دا دوهمه راډیو ده چې په ننګرهار کې د یوې ورته پېښې موخه ګرځي.

د تېر کال د لړم میاشتې په ۲۸مه هم، څو وسله والو کسانو په جلال اباد ښار کې په همیشه بهار راډیو برید وکړ او کارکوونکي یې سخت ووهل وټکول او د راډیو تجهيزاتو ته د زیان رسولو سربېره یې ګواښ وکړ، چې که چرته په اوسني شکل خپروني وکړې وبه وژل شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې وروستۍ پېښې د رسنیو پر وړاندې د ګواښونو د زیاتوالي نښه بولي او له سيمه‌ییزې ادارې غواړي څو د یادو پېښو په تعقيبولو او ترسره کوونکو ته په سزا ورکولو سره اجازه ورنه کړي، څو په یاد ولایت کې ازاد رسنیز فعالیت او خبریالان د ګواښونو او فشار تر بار لاندې محدود شي.