په جلال اباد کې د کليد او صفا راډیو ګانو په دفترونو کې چاودنې غندو

په جلال اباد کې د کليد او صفا راډیو ګانو په دفترونو کې چاودنې غندو

۱۳۹۴ د تلې۱۹مه

جلال اباد: د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلال اباد ښار کې د صفا او کلید راډیوګانو په دروازو کې د دوو بمونو چاودنه، په دې ولایت کې د رسنیزو فعالیتونو د ازادۍ محدودونکي اقدام په توګه، په کلکو ټکو غندي.

دا چاودنې تېره شپه شاؤخوا اووه نیمې بجې له یو بل څخه د څو دقیقو په فاصله کې وشوې او د دواړو رسنیو دفترونو ته یې زیانونه رسولي، خو له نېکه مرغه څوک نه دي ټپیان شوي.

د صفا او کلید راډیو ګانو مسؤولین وایي، هغه کس چې ادعا کوي د داعش ډلې ویاند دی، د یادو چاودونې مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.

د صفا راډیو یو کارکوونکي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، یاد کس ګواښ کړی، چې له دې وروسته باید هغه څه چې دا ډله غواړي خپاره کړي.

په وروستیو دوو کلونو کې په ننګرهار کې په رسنیو دا پنځمه چاودنه یا د بمب په واسطه برید دی. له دې وړاندې د قلم راډیو دفتر او د پژواک خبري اژانس د خبریال کور د ورته پېښو او کړنو موخه ګرځيدلي دي.

خو د ازاد رسنیز فعالیت پر وړاندې د نوې افراطي ډلې (داعش) چاودنې او ګواښونه روښانوي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ځانګړي ډول ننګرهار کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو فعالیت څومره ستونزمن او له خطرونو ډک شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د تاوتريخوالي یادې ډکې کړنې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د کار لپاره د اوضاع د ترينګلتيا او د ازاد رسنیز فعالیت د محدودولو لپاره، ښکاره نښه بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

د ازاد رسنیز فعالیت دا ملاتړی بنسټ د افغانستان له حکومت څخه غواړي، څو د یادې پېښې په تړاو د جدی څېړنو ترڅنګ د چاودنو ترسره کوونکي پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري او اجازه ور نه کړي یاد کسان رسنۍ ځان سانسورۍ ته اړ باسي.