جلالاباد، ۱۳۹۱ د تلې ۴مه
د افغانستان د خبریالانو مرکز افغانستان ته د «ټولو پاکستاني ورځپاڼو» پر واردېدو د عمومي بندیز لګول د هېواد د اساسي او ټولیزو رسنیو قانون خلاف کړنه بولي او د افغانستان له دولت څخه غواړي چې دې کار ته د پای ټکی کېږدي.
له تېرې جمعې راهیسې افغانستان ته د پاکستاني ورځ پاڼو واردېدل له دې امله، چې په کې «د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو خلاف تبلیغاتي مطالب» خپرېږي، منع شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرحدي پولیسو ته امر کړی چې له دې وروسته دې د پاکستان چاپ ټولو نشریو د واردېدو مخه ونیسي او هغه نسخې چې په هېواد کې خپرې شوي، راټولې کړي.
ویل کېږي، چې ځینې پاکستاني ورځپاڼې او نشریې د افغانستان دولت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو او حزب اسلامي تبلیغاتي مطالب خپروي، چې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي پورې اړوند، شهادت نشريه د همدې ډول نشریو له ډلې ده.
یادې نشریې له بېلابېلو لارو په ځانګړي ډول د ننګرهار د تورخم له لارې ختیځو، سوېلي ولایتونو او حتی کابل ته لېږدول کېږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز باور لري، چې «د ټولو پاکستاني نشریو» د واردېدلو منع کول تر هغه ځایه، چې د ژورنالېزم له معیارونو یې سرغړونه نه وي کړې او د تاوتریخوالي د توجیه کولو وسیله نه وي ګرځېدلې، ناسم کار دی او باید پای ته ورسېږي.

