د سپین غر سيمه‌ییزې راډیو د خبریال قتل غندو

د سپین غر سيمه‌ییزې راډیو د خبریال قتل غندو

شنبه، ۱۳۹۳ د مرغومې۲۷مه

جلال اباد: د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار ولایت کې د سپین غر سیمه‌یيزې راډیو د خبریال عاقل محمد وقار قتل په کلکو ټکو غندي او له سيمه‌ییزې ادارې غواړي څو د یاد جنایت ترسره کوونکي د قانون منګلو ته وسپاري‌.

د سپین غر راډيو مسؤول مدير شیر بهادر همت د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې دا پېښه تېره ورځ ماښام د بټي کوټ ولسوالۍ په حاجیان کلي کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، عاقل محمد د واده په مراسمو کې د کډون لپاره یاد کلي ته تللی وو.

همت وويل:« ناپېژانده وسله والو کسانو چې خپل مخونه یې پټ کړي وو، د واده مراسمو ته له دننه کېدو وروسته عاقل محمد په نښه کړ او وتښتېدل.»

د سپین غر راډيو مسؤول مدير زیاته کړه، چې نوموړي د ژورو ټپونو له امله د جلال اباد دولتي روغتون ته له لېږدولو وړاندې ساه ورکړه، خو یو ملګری یې چې په دې برید کې ټپی شوی د درملنې لاندې دی.

د شیر بهادر همت د معلوماتو له مخې، مقتول له هېڅ کس یا ډلې سره دښمني نه درلودله او ښایي یاد برید د سیاسي انګیزې له امله او د طالبانو له لوري ترسره شوی وي.

۲۰ کلن عاقل محمد له دولسم ټولګي فارغ او تازه کوژدن شوې وو.

نوموړي د دوو کلونو لپاره « د خلک او چارواکي» سیاسي-ټولنیزې خپرونې مخته وړونکی و او درې میاشتې وړاندې یې یادې خپرونې ته د پای ټکی اېښی و او له هغې وروسته یې له یادې رسنۍ سره د خبریال په توګه کار کاوه.

د طالبانو په ګډون وسله والو مخالفینو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په دې حساب، په روان کې په افغانستان کې شپږو خبریالانو او رسنیزو فعالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې له ډلې یې پنځه تنه په قتل رسېدلي دي.