۱۴۰۴ د سلواغې ۹مه
محمودراقی- د کاپیسا ولایت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې په دې ولایت کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړل. د دې بندیز له پلي کولو سره سم د کاپیسا ولایت ملي تلویزیون راډیو ته اوښتی او د خصوصي رسنیو فعالیت هم لا محدود شوی دی. کاپیسا پنځه ویشتم ولایت دی، چې دا بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په کاپیسا ولایت کې د دې بندیز پر اعلان ژوره اندیښنه څرګندوي او د اطلاع رسونې، بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته پر لاسرسي یې د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
په کاپیسا کې یوې سيمهییزې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د کاپیسا ولایت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې رئیس مولوي جمال الدین مظهري د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ادارې له لارې رسنیو ته ابلاغ کړی دی. د هغه په وینا، یاد بندیز په کاپیسا ولایت کې د واکمنې ادارې مسؤولینو سره مرکې هم رانغاړي. د دې بندیز په پلي کولو سره د کاپیسا د ملي تلویزیون ماهیت بدل شوی او راډیو ته اوښتی دی.
یوه سیمهيیز خبریال وویل، چې یاد بندیز د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون د اوولسمې مادې پر بنسټ، چې د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کوي، پلي شوی دی. اوس مهال، د ملي راډیو او تلویزیون، باختر دولتي اژانس او د کاپیسا جریدې په ګډون د واکمنې ادارې تر پوښښ لاندې د دولتي رسنیو سربېره، صدای نجراب، ندای حقیقت او طنین صدا خصوصي راډیو ګانې په یاد ولایت کې فعالیت لري، چې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز تر اغیز لاندې راغلي دي.
د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز لړۍ له پیل راهیسې تر دې دمه پر کاپیسا سربېره په ۲۴ نورو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات، پکتیا او روزګان ولایتونو کې یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز کاپیسا ته د یاد بندیز پر غځېدلو ژوره اندیښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي، چې د ورته محدوديتونو اعلان د بیان ازادۍ له اصولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د افغانستان د ټولیزو رسنیو له قانون سره، چې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلي کېدو وړ بللی، په بشپړ ټکر کې دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز باور لري، چې پر رسنیو او خبریالانو د واکمنې ادارې له لوري اعلان شوي محدودیتونه په ځانګړي ډول د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د اطلاع رسونې بهیر تر اغیز لاندې راوستی او سربېره پر دې د ګڼو رسنیو د بندېدو او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د بېکاره کېدو لامل شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د واکمنې ادارې له پرېکړه کوونکو چارواکو څخه غواړي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز باندې له سره غور وکړي او د وروستیو رسنیزو کړنلارو په لغو کولو سره، چې د رسنیزو قانونونو خلاف ابلاغ او پلي شوي، اجازه ورکړي څو رسنۍ د هېواد د ټولیزو رسنیو له قانونونو سره سم د عمل له ازادي څخه برخمن شي او وکولای شي په ازاده توګه او له وېرې پرته کار وکړي.

