
۱۴۰۱ د لیندۍ ۲۵مه
تالقان- په تخار ولایت کې سرچينې وایي، د تخارستان راډیو سرپرست ذبیح الله نوري ډ استخباراتو ادارې له لوري «نیول» شوی او «شکنجه» شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز دا پېښه غندي او له «اسلامي امارت» څخه غواړي، چې د خبریالانو د نیولو او شکنجه کولو خواشینکوونکې لړۍ ته، چې د خبریالانو له حقونو څخه سرغړونه او د بیان ازادي محدودونکې ده، د پای ټکی کېږدي.
په تخار ولایت کې یوې سرچينې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د استخباراتو کارکوونکو د تېرې جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) سهار ۱۰ بجې د تالقان ښار په لومړۍ ناحیه کې د ذبیح الله نوري پر کور یرغل وکړ او د مازیګر تر شاؤخوا څلورو بجو یې هلته شتون درلود. سرچينې زياته کړه، چې د استخباراتو ځواکونو د کور له پلټولو او د ځينو غړو پر وهلو ټکولو او څېړنو سربېره ذبيح الله او ورور یې له ځانه سره د تخار ولایت د استخباراتو ادارې ته یوړل.

ذبیح الله نوري وایي د استخباراتو د ځواکونو له لوري شکنجه شوی دی.
د یادې منبع د معلوماتو له مخې، ذبیح الله نوري او ورور یې له دوو شپو او ورځو وروسته د سیمهییزو مشرانو په منځګړیتوب خوشې شوي دي.
ذبيح الله نوري ته د امنیتي ستونزو له امله دا پېښه اوس له پېښېدو څخه یوه اوونۍ وروسته اعلانېږي. يوې باخبره سرچينې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې ذبیح الله نوري توانېدلی له هېواده بهر ولاړ شي او اوس مهال په یوه ګاونډي هېواد کې مېشت دی.
تخارستان راډیو په تخار ولایت کې له فعالو رسنیو څخه ده. دا راډیو د ۱۳۸۳ کال په تلې مياشت کې په تالقان کې جوړه شوه او ډېری خپرونې یې خبري او د سياسي، فرهنګي او ټولنیزو پېښو پوښښ پورې اړوند دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د تخارستان راډیو د خبریال او سرپرست پر کور یرغل او د نوموړي او د کورنۍ د غړو وهل ټکول، چې د یو خبریال د انساني او مسلکي حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، غندي. ښکاره ده، چې په داسې شرایطو کې د خبریالانو لپاره د مسلکي کار دوام ډېر ستونزمن او خطر جوړونکی دی. اسلامي امارت باید د ټولیزو رسنیو له قانون سره سم، چې تایید کړی یې دی او د پلي کېدو وړ یې بولي، له هر ډول هغې کړنې څخه چې د خبریالانو له حقونو څخه سرغړونه بلل کېږي ډډه وکړي او له خبریالانو ملاتړ وکړي.

