۱۴۰۴ د غویي ۱۸
تالقان، تخار — د آریانا نیوز تلویزیون خبریال نصرت الله ابراهیمي او دوه آزاد خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور د واکمنې ادارې د امنیتي ځواکونو له لوري د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې نیول شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پېښې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او له واکمنې ادارې غواړي چې یاد خبریالان ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته آزاد کړي.
په تخار کې یو ځایي خبریال چې د امنیتي ستونزو د نوم نه خپرېدو غوښتنه وکړه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې دغه خبریالان د تخار ولایت د واکمنې ادارې د پولیسو قوماندانۍ جنايي څانګې له خوا نیول شوي دي. هغه ویلي چې منیر هدف او اسدالله تیمور د غویي په ۱۵ د دوشنبې په ورځ د شپې شاؤخوا نهه بجې او نصرتالله ابراهیمي د غویي په ۱۶مه د سه شنبې په ورځ تر غرمې مخکې نیول شوي دي.
په تخار کې یوې سیمهییزې سرچینې ویلي چې ښایي یاد خبریالان د خپل خبریالي کارونو له امله نیول شوي وي، خو د نیول کېدو درې ورځې وروسته هم تراوسه ځایي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د نصرتالله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور د نیول کېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او په تخار کې د واکمنې ادارې له چارواکو غواړي چې دا خبریالان ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته آزاد کړي.
د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د پلي کېدو وړ بللی، خبریالان د خپلو مسلکي چارو په ترسره کولو کې آزاد دي او مسؤلین باید د محدودیتونو او یا ګواښونو د رامنځته کولو پرته د هغوی ملاتړ وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د آزادۍ د څارونکي له لوري د ثبت شویو شمېرو له مخې، اوس د نصرتالله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور سربېره لږ تر لږه لس نور خبریالان او یا د رسنیو کارکوونکي هم بندیان دي او د خپل بند موده تېروي. له دې ډلې شپږ تنه له اووه میاشتو تر درې کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

