په تخار کې د يوې سیمه‌ییزې راډیو خبریال او ویاند د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شول

په تخار کې د يوې سیمه‌ییزې راډیو خبریال او ویاند د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شول

۱۳۹۷ د سلواغې ۱۶مه

تالقان- د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې ناپېژانده وسله والو د «همصدا» غیر دولتي راډیو پر ودانۍ په برید سره د یادې راډیو خبریال شفیق آريا او ویاند رحیم الله رحماني د ډزو په واسطه ووژل.

د همصدا راډیو مسؤول مدیرې سیمین حسیني وویل، چې نن سه شنبه وروسته له غرمې شاؤخوا ۶ بجې ناپېژانده وسله وال کسان د سوداګریز اعلان د نشر سپارلو لپاره د راډیو ودانۍ ته ننوتل او پر یادو کارکوونکو یې ډزې وکړې او ویې وژل.

هغې وویل، تر دې دمه د برید کوونکو هويت او د جنایت لامل او انګيزه روښانه شوې نه ده.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایي، چې برید کوونکي له بريد وروسته له سیمې تښتیدلي، خو پوليسو د پېښې د څرنګوالي او د بریدکوونکي د پېژندلو په موخه څېړنې پيل کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د همصدا راډیو پر ودانۍ برید او د شفیق آریا او رحیم الله رحماني وژل په کلکو ټکو غندي او له سیمه‌ییزې ادارې غواړي، چې دا قضیه په جدي ډول وڅېړي او د قضیې د عاملانو په نیولو سره، د عدالت تأمین ته لاره هواره کړي.

په ۱۳۹۷ کال کې په هغو تروریستي بریدونو کې، چې موخه یې رسنۍ او خبریالان دي، زیاتوالی راغلی دی. له دې وړاندې د روان کال په اوږدو کې په شپږو تروریستي بریدونو کې ۱۵ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یو شمېر ټپیان شوي، چې له بده مرغه له يوې قضيې (په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه د قتل قضیه) پرته د نورو قضیو ترسره کوونکي له مجازاتو معاف پاتې شوي دي.