
د انځور تشریح: له ښي خوا څخه: سخي سرورمیاخېل، محمدالدین شاه خیالي، عبدالرحمن اشنا او پامیر اندېش مهيدي پرون ماښام د خوست ولایت د امربالمعروف ادارې ته احضار او ونیول شوو.
۱۴۰۲ غویي ۲۰ مه
خوست- په خوست ولایت کې د درې خصوصي رسنیو مسؤلین او یو خبریال، چې دوه ورځې وړاندې نیول شوي وو، خوشې شول. د افغانستان دخبریالانو مرکز د رسنیو د دې څلورو کار کوونکو له خوشې کیدو د هرکلي ترڅنګ وایي، چې د هغوی نیونه د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف وه او باید خپلواکي یې ترې نه وی اخیستل شوی.
په خوست کې یوې سیمه ییزې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې د غرغښت راډیو-تلویزیون مسؤل مدیر سخي سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مسؤل مدیر محمدالدین شاه خیالي، د چنار راډیو مسؤل مدیر پامیر اندیش مهیدي او د نن راډیو خبریال عبدالرحمان اشنا نن له غرمې مخکې خوشې شول؛ مګر تراوسه د هغوی د خوشې کېدو شرایط او جزیات نه دي په ډاګه شوي.
د رسنیو دا کار کوونکي دوه ورځې مخکې(د دوشنبې په ماښام) د خوست ولایت امربالمعروف ادارې ته احضار او نیول شوو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو پر اساس د امربالمعروف ادارې د دغو رسنیو مسوولین په دې تورن کړي وو، چې په خپلو وروستیو رسنیزو پروګرامونو کې یې د «اسلامي امارت» له لوري ټاکل شوي رسنیز اصول په پام کې نه دي نیولي. یوې ځایي سرچینې وویل، چې په خوست کې د امارت سیمه ییزو چارواکو دغو رسنیو ته د موسیقۍ د خپرولو په اړه خبرداری ورکړی و او امکان لري، چې د یادو څلورو رسنیزو کارکوونکو د نیول کېدو اصلي لامل د موسیقۍ خپرول وي.
مګر په خوست ولایت کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور رئیس شبیر احمد عثماني ویلي وو، چې د غرغښت راډیو او تلویزیون مسؤل مدیر او د چنار او ولس غږ راډیو ګانو مدیران او همدارنګه د نن راډیو خبریال نیول شوي نه دي؛ بلکې د « یو شمېر مهمو رسنیزو مسایلو د شریکولو لپاره ور غوښتل شوي دي.»
د افغانستان دخبریالانو مرکز د غرغښت راډیو تلویزیون، چنار او ولس غږ راډیو ګانو د مسؤل مدیرانو او د نن راډیو خبریال پر خوشې کېدو د خوښۍ د ښکاره کولو ترڅنګ واضیح کوي، چې د هغوی بندي کونه د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف وه او باید ازادي یې ترې نه وی اخیستل شوی.د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې خپلواک دي او خبریالان بايد ونه ګواښل شي او نه بايد په خپلو کارونو کې له محدوديت او خنډ سره مخ شي؛ بلکې باید له هغوی ملاتړ وشي.
د رسنیو دا څلور کار کوونکي په داسې حال کې له دوه ورځو ورسته خوشې شول، چې تیره میاشت د امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیو اړوند چارو ته د رسېدنې لپاره په هیواد کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون طرحه اعلان کړه. د دغه طرحې پر بنسټ، هېڅ بله اداره د رسنيو او خبريالانو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په ۱۴۰۱ کال کې د رسنیو او خبریالانو د خپلواکۍ سلبولو ۲۳۷ پیښې، چې د هغې له جملې ۹۴ د خبریالانو د نیونې پېښې دي ثبت کړي دي، چې لږ تر لږه د نیونې په اړه یې هم د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون له لارې قانوني څېړنه نه ده شوې.

