
۱۴۰۱ کب ۲۲ مه
خوست- خوست کې د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله ترار له شاوخوا درې میاشتې بند وروسته له بنده خوشې شوی دی. د افغانستان دخبریالانو مرکز د ترار له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ د دوه نور خبریالانو د حالت څرګندونو او خوشې کولو غوښتونکی دی چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې نیول شوي وو.
په خوست کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې ترار شاو خوا څلور اوونۍ وړاندې خوشې شوی دی؛ مګر د «یولړ ملاحضاتو» له امله یې ونه غوښتل چې خوشې کیدل یې رسنیز شي.
د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله ترار د ۱۴۰۱ کال د لړم په ۲۰ ونیول شو او بیا کابل ته انتقال شو. که څه هم د «اسلامي امارت» له لورې د دې خبریال د نیولو او زنداني کیدلو لامل په رسمي ډول اعلان نه شو؛ مګر په خوست کې سرچینې وایي چې ترار په خپل فیسبوک کې د نیوکه کوونکو پوسټونو له امله بندي شوی و.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د قدرت الله ترار له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي چې د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې دغه خبریال باید په لومړي سرکې نیول شوی نه وی. د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې چې د «اسلامي امارت» له لورې تائید شوی دی- خبریالان د خپل مسلکي کار په ترسره کولو کې خپلواک دي او خبریالان باید ونه ګواښل شي او یا یې کار کې خنډ واقع نه شي، د افغانستان خبریالانو مرکز په دې باور دې، چې د قانون خلاف او خپلسري ډول د خبریالانو نیونه په هیواد کې د ویرې د ډېرېدو او خود سانسورۍ سبب شوی دی.
په ورته وخت کې د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د همیشه بهار تلویزیون د ورزشي خبریال خیر الله پرهر چې شاو خوا دوه میاشتې مخکې نیول شوي د برخليک په اړه معلومات نشته. بهبودي د جدي په ۱۷ مه په کابل کې ونیول شو او پرهر د جدي په ۱۹ له جلال اباد نه کابل ته احضار او د استخباراتو له لورې ونیول شو. د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې دوه خبریالانو د برخلیک په اړه د اندېښنې په ښودلو، د چارو له مسؤلینو غواړي چې له کوم قید-شرط پرته دې دا خبریالانو خوشې کړي.

