په خوست کې د درې رسنيو مسوولين او يو سيمه ييز خبريال ونيول شول

د انځور تشریح: له ښي خوا څخه: سخي سرورمیاخېل، محمدالدین شاه خیالي، عبدالرحمن اشنا او پامیر اندېش مهيدي پرون ماښام د خوست ولایت د امربالمعروف ادارې ته احضار او ونیول شوو.

۱۴۰۲ غویي۱۹ مه

خوست- په خوست ولایت کې د امربالمعروف ریاست د غرغښت راډیو او تلویزیون مسؤل سخي سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مسؤل مدیر محمدالدین شاه خیالي، د چنار راډیو مسؤل مدیر پامیر اندېش مهیدي او د نن راډیو سیمه ییز خبریال عبدالرحمان اشنا نیولي دي. د افغانستان دخبريالانو مرکز د دغو رسنيو د کارکوونکو پر نيول کېدو د خواشينۍ په څرګندولو سره، د هغوى د سمدستي او له قید-شرط پرته خوشې کولو غوښتونکی دی.

په خوست ولايت کې يوې سرچينې د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې د رسنیو دغه کارکوونکي پرون ماښام د امربالمعروف ادارې ته احضار او بیا نیول شوي دي.

 دغې سرچینې زیاته کړه، چې د امربالمعروف ادارې د دغو رسنیو مسوولین په دې تورن کړي، چې په خپلو رسنیزو پروګرامونو کې یې د «اسلامي امارت» له لوري ټاکل شوي رسنیز اصول نه دي عملي کړي.

یوې بلې سرچینې ویلي، چې په خوست کې د امارت سیمه ییزو چارواکو دغو رسنیو ته د موسیقۍ د خپرولو په اړه خبرداری ورکړی و او احتمال شته، چې د دغو څلورو رسنیزو کارکوونکو د نیول کېدو اصلي لامل د موسیقۍ خپرول وي.

په ورته وخت کې په خوست ولایت کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور رئیس شبیر احمد عثماني وایي، چې د غرغښت راډیو او تلویزیون مسؤل مدیر او د چنار او ولس غږ راډیو ګانو مدیران او همدارنګه د نن راډیو خبریال نه دي نیول شوي؛ بلکې د « یو شمېر مهمو رسنیزو مسایلو د شریکولو لپاره ور غوښتل شوي دي.»

د افغانستان دخبریالانو مرکز د غرغښت راډیو او تلویزیون، چنار او ولس غږ راډیو ګانو د مسؤلینو او همدارنګه د نن راډیو سیمه ییز خبریال د نیونې په اړه د جدي اندېښنې په شریکولو سره په خوست ولایت کې د «اسلامي امارت» له مسوولینو څخه غوښتنه کوي، چې هغوی دې له کوم قید-شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.

د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې خپلواک دي او خبریالان بايد ونه ګواښل شي او نه بايد په خپلو کارونو کې له محدوديت او خنډ سره مخ شي؛ بلکې باید له هغوی ملاتړ وشي.

دا خبریالان په داسې حال کې نیول کیږي، چې تیره میاشت د امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیو اړوند چارو ته د رسېدنې لپاره په هیواد کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون طرحه اعلان کړه. د دغه طرحې پر بنسټ، هېڅ بله اداره د رسنيو او خبريالانو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۱ کال کې د رسنیو او خبریالانو د خپلواکۍ سلبولو ۲۳۷ پیښې، چې د هغې له جملې ۹۴ د خبریالانو د نیونې پېښې دي ثبت کړي دي، چې لږ تر لږه د نیونې په اړه یې هم د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون له لارې قانوني څېړنه نه ده شوې.