په خوست کې د ملي راډیو او ټلویزیون خبریال کریم الله سروري ومړ



۱۴۰۲ د ثور ۳ مه
خوست- په خوست کې د ملي راډیو او تلویزیون تجربه لرونکی خبریال کریم سروري، د زړه ناروغۍ له امله تېره شپه د ۶۶ کلونو په عمر ومړ.
د کریم الله سروري د همکارانو د معلوماتو په اساس، مرحوم سروري تېره شپه د «زړه حملې»له امله مړشوی دی او نن ورځ د خوست ښار اړوند «متون کوریان» سیمه کې د کورنۍ، خپلوانو، خبریالانو او فرهنګیانو په شتون کې خاورو ته وسپارل شو.
سروري له ۱۳۶۲ لمریز کال راهیسې د خوست ولایت په ملي راډیو تلویزیون کې د تخنیک مسؤل، کامره مین، ویاند، خبرونو وړاندې کوونکي او د نشراتو د مسؤل په توګه په بېلا بېلو بستونو دنده ترسره کړې وه.
ویل کېږي دې تجربه لرونکي خبریال له اختر وړاندې هم خپلې دندې ته دوام ورکړی و؛ مګر د زړه ناروغۍ د سختېدو په دلیل په کور کې بستر شوی و.
کریم الله سروري په ۱۳۳۶ کال د خوست په متون کوریان سیمه کې زیږیدلی و.لومړنۍ زده کړې يې په همدې ښار کې پاى ته ورسولې او لېسه يې د خوست ميخانيکي لېسه کې پاى ته ورسوله او بيا د خوست ولايت د ملي راډيو او ټلويزيون د کارکوونکي په توګه په دنده وګمارل شو.
د افغانستان دخبريالانو مرکز رهبري او اجرائيوي ټيم د کريم الله سروري مړينه د هېواد د رسنيو د ټولنې لپاره يوه ستره ضايعه ګڼي او د دغه مرحوم خبريال له کورنۍ او خپلوانو سره د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ورته د دايمي سولې هيله کوي.