د اسوشیتد پرس خبري اژانس پر خبري ټیم مرګونی برید په کلکو ټکو غندو

د اسوشیتد پرس خبري اژانس پر خبري ټیم مرګونی برید په کلکو ټکو غندو

جمعه، ۱۳۹۳ د وري ۱۵مه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست ولایت کې د یوه وسله وال بریدګر له لوري د اسوشیتدپرس خبري اژانس پر خبري ټیم برید، چې په پایله کې یې د یاد اژانس یوه الماني انځوراخیستونکې ووژل شوه او یو خبریال یې ټپي شو، د ازادو رسنیو پر وړاندې د یو جنایت کاره کړنې په توګه په کلکو ټکو غندي.

په دې پېښه کې د اسوشیتدپرس خبري اژانس الماني انځوراخیستونکې آنیا میدرینګهاس( Anja muedringhaus) ځای پرځای ساه ورکړه او د افغانستان او پاکستان لپاره د اسوشیتدپرس خبري اژانس حوزوي خبریال (Kathy Gannon) ګټي کانون په ژوره توګه ټپي شو.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې یاده انځوراخیستونکې او خبریال د یو کس له لوري چې د پولیسو جامې یې درلودې ووېشتل شول. ویل شوي چې یاد خبري ټیم د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې د خلکو د چمتو والي د پوښښ لپاره د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ ته تللي و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې بریدګر نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

۴۸ کلنه مېرمن انیا د خبري انځوراخیستونکو د هغه ټیم غړې وه، چې د عراق د جنګ لپاره یې په ۲۰۰۵ کال کې د پولیتزر جایزه ترلاسه کړې وه.

یاده انځوراخیستونکې د لنډې مودې لپاره د اروپایي انځور (اې پي اې) اژانس سره د بوسنیا په جګړه کې د انځوراخیستونکې په توګه له کار وروسته، په ۲۰۰۲ کال کې له اسوشیتد پرس سره یوځای شوه. 

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یاد خبریال او انځوراخیستونکې برید، چې د ټاکنو د بهیر د پوښښ لپاره یادې لرې پرتې سيمې ته تللي وو، د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف بولي او د افغانستان له دولت څخه غواړي، څو یاده پېښه په جدي توګه وڅېړي او ترسره کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري.

په ۱۳۹۳ کال کې د خبریالانو د وژنې دا دوهمه پېښه ده. له دې وړاندې د فرانسې خبري اژانس افغان خبریال او مېرمن او دوه ماشومان یې د نوي کال په شپه پر کابل سرینا هوټل د طالبانو د برید په پایله کې وژل شوي وو. په دې پیښه کې د احمد سردار یو بل ماشوم هم په ژوره توګه ټپي شوی و.