۱۳۹۵ د غبرګولي ۱۶مه
لښکرګاه- یو امریکایي سابقه لرونکی خبریال او ژباړن یې د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ته څېرمه د طالبانو په برید کې ووژل شول.
د امریکا ملي راډیو(ان پي آر) خبریال دیوید ګیلکي او ذبیح الله تمنا د هېواد ملي اردو سره په سفر کې وو، چې برید پرې وشو.
د ان پي آر شبکې په وینا، موټر چلونکی هم چې یو سرتیری وو په یاد برید کې وژل شوی، خو د یادې راډیو دوو نورو کارکوونکو ته چې له دوی سره په سفر کې وو، کوم زیان نه دی رسېدلی.
د بي بي سي د راپور له مخې د ان پي آر له قوله، د ۵۰ کلن ګیلکي او ۳۸ کلن تمنا لېږدوونکی موټر مارجې ښار ته څېرمه د هلفایر توغندي موخه ګرځېدلی.
ذبیح الله تمنا په هېواد کې خبریال او انځور اخیستونکی وو او کله کله به یې ژباړه هم کوله.
د ان پي آر مؤسسې مرستیال رئیس مایکل اورسکس وویل:« دیوید د سپتمبر له ۱۱مې را په دېخوا په افغانستان او عراق کې د جګړې او شخړو پر پوښښ بوخت وو. هغه خپل ځان د دې جګړو او په کې ښکېلو کسانو د ښودلو لپاره وقف کړ، هغه خپل ژوند د همدې ژمنې په ترسره کولو کې له لاسه ورکړ.»
«دیوید د یو انسان او یو خبري انځوراخیستونکي په توګه د خپلو ټولو شاؤخوا کسانو انسانیت نندارې ته وړاندې کاوه. راځئ نړۍ او یو بل د هغه په سترګو وګورو.»
ګیلکي په خپل مسلکي ژوند کې ګڼې جایزې ترلاسه کړي دي. د ۲۰۰۷ کال کې د سمندري ځواکونو په تړاو چې په عراق کې یې خدمت کولو د يوې وېډیو له امله جایزه ترلاسه کړه او په ۲۰۱۱ کال کې د سپينې ماڼۍ د انځور اخیستونکو ټولنې هغه د کال خبریال په توګه یاد کړ.
سربېره پر دې د نوموړي له لوري د جګړو د زړو سرتېرو د پالنې په تړاو څېړنې او د ابولا بحران پوښښ هم د ان پي آر لپاره د ګڼو جایزو د ترلاسه کولو لامل شوي دي.
هغه تېر کال د نړۍ د بېړنیو خبرونو، نظامي شخړو او طبیعي پېښو د پوښښ له امله د ادوارد مرو جایزې ګټونکی شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په یوه بیانیه کې وویل، چې د يادو خبري انځور اخیستونکي په مړينې خواشینی دی.
هغه ولیکل:« دیوید ګیلکي له یو انځوراخیستونکي څخه ډېر استعداد درلود، هغه یو ښه ذوق لرونکی داستان ویونکی و، چې د درک د پیاوړي کولو لپاره د انځورونو په ځواک پوهېده، د هغه ځای به خالي وي.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې له ۱۹۹۲ کال راهیسې تر دې دمه د ذبیح الله تمنا او دیوید ګیلکي په ګډون په افغانستان کې ۶۷ خبریالان او رسنیز فعالان وژل شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یاد برید د غندلو ترڅنګ د یادو خبریالانو د وژنې په تړاو د هغوی کورنیو او په ان پي آر شبکه کې ملګرو او همکارانو او په ټوله کې رسنیزې ټولنې ته تسلیت وایي.
دې پېښې څرګنده کړه، چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د پام پر کمښت سربېره، اوس هم افغانستان د خبریالانو د فعالیت لپاره له خطرناکو سيمو څخه شمېرل کېږي او ورته مهال نه یواځې د رسنیزو فعالانو د وژنې د لوی لامل په توګه د طالبانو خطر نه دی کم شوی، بلکې د یادې ډلې له تاوتریخوالي ډک چلند لا شدید شوی دی.

