په هلمند کې یو سیمه‌ییز خبریال د یوې تروریستي پېښې په پایله کې ټپي شو

۱۳۹۷ د کب ۲۱

لښکرګاه- د افغانستان د خبریالانو مرکز د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د سباوون تلویزیون پر خبریال نثار احمد احمدي برید چې په پایله کې یې یاد خبریال ژور ټپي شوی دی، په کلکو ټکو غندي.

د هلمند ولایت سیمه‌ییزې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاده پېښه نن سهار شاؤخوا ۸ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې ښاغلی احمدي په خپل موټر کې خپل کار ځای ته د ننوتلو په حال کې وو.

ویل کېږي، چې د یاد خبریال پر موټر مقناطیسي ماین نښلول شوی وو او ښاغلی احمدي د پښې په برخه کې ژور ټپي شوی دی.

تر دې دمه هېڅ ډلې د یاد برید مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي، چې احمدي څو ځله د طالبانو له لوري ګواښل شوی وو. د کورنیو چارو وزارت د سند له مخې احمدي او دوه نور سیمه‌ییز خبریالان په هلمند کې د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ وو.

نثار احمد احمدي د سباوون تلویزیون د سیاسي خپرونو د ویاند په توګه کار کاوه‌. سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې یاد خبریال د لاښې درملنې په موخه د ملګرو ملتونو په یوه الوتکه کې کابل ته لېږدول شوی دی او اوس مهال یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز یاده پېښه په کلکو ټکو غندي او د بیان ازادي او خبریالانو پر وړاندې یې د برید ښکاره نښه بولي.

افغانستان د خبریالۍ کار لپاره له خطرناکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د روان کال له پیل راهیسې تر دې دمه په هېواد کې ۱۸ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي، چې د ډېری پېښو ترسره کوونکي داعش او طالبان وو.