
کین اړخ ته د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس رشید هلمندي او د دې ادارې د اطلاعاتو امر محمد قاسم ریاض په لښکرګاه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر استازولۍ له استازو او سیمه ييزو خبريالانو سره د غونډې پرمهال. ۱۴۰۲ چنګاښ
۱۴۰۲زمري ۲۲ مه
لښکرګاه- د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ادارې په دې ولایت کې خپلواکو رسنیو ته ګواښ کړی، چې باید په هر ډول شرایطو کې د ښځو غږ خپور نه کړي. د افغانستان دخبریالانو مرکز له ښځو سره له دوه ګوني چلند ډکې دې پریکړې په اړه د خپلې ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره، د هغې په اړه د بيا غور او د میرمنو او خپلواکو رسنیو حقونو ته د درناوي غوښتونکي دی.
هلمند کې سرچینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي دي، چې دا پریکړه د زمري له لومړیو عملي شوې ده او په دې امر کې د ښځو په غږ هر ډول مستقیم او غیر مستقیم خپرونې شاملي دي. د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ادارې مسؤلینو ټینګار کړی؛ د عامه پوهاوي هغه اعلانونه، چې د ښځو غږونه پکې وي باید خپاره نه شي.دا ډول اعلانونه د ملګرو ملتونو د مرستندویه موسسو او ځینو نړیوالو رسنیو په ګډون د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ چمتو کیږي.
اوس مهال د «بي بي سي ميډيا اکشن» له لورې د «درمان» په نوم خپرونه، چې د روغتیایي مسایلو او د ناچاودو ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوي ته ځانګړې شوې خپرونه ده، د تازه کړنلارې له مخې د هلمند په خپلواکو رسنیو له نشرولو منع شوې ده.دا خپرونه چې نيږدې نیم ساعت ده، د دې امر له صادرولو وړاندې د سباوون، سکون، غږ او لښکرګاه راډیو ګانو خپرېده.
د افغانستان دخبريالانو مرکز د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تازه کړنلارې په اړه د خپلې ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره، د هغې صادرول او پلي کول په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د دوه ګوني چلند او د میرمنو د روا حقونو او د رسنیو د کار حق نقض ګڼي او پر هغې د سمدستي بیا کتنې غوښتنه کوي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز وایي، چې دا ډول اعلانونه په هیواد کې د نا دولتي رسنیو د مالي تمویل اصلي سرچینه شمېرل کېږي او په داسې حال کې د هغې پلي کول، چې د ښځو او رسنيو قانوني او روا حقونه له پامه غورځول کېږي، د سيمه ييزو رسنيو د زوال لامل هم کېږي. .
د طالبانو د «اسلامي امارت» د واکمنۍ په دوه کلنه موده کې د رسنیو د کار د څرنګوالي په اړه بېلابېلې کړنلارې اعلان شوي او عملي شوې، چې د رسنیو خپلواکي یې په جدي توګه محدوده کړې ده.
په دې لارښوونو کې ځینې چې په ځانګړې توګه ښځې په نښه کوي، د مخ پټول، له نارینه وو سره د مرکو نه کول، یا د نارینه وو سره په ګډ چاپیریال کې د پروګرامونو نه ترسره کول شامل دي، مګر د هغه څه کچه چې اوس په هلمند کې عملي شوي په نورو ولایتونو کې یې راپور نه دی ورکړل شوی.
د تېر کال په کب میاشت کې په هلمند کې خبریالان د سیمه ییزې ادارې په امر له عکسونو او ویډیويي مرکو منع کړل شول. که څه هم د دغه حکم د پلي کېدو موده اوږده نه وه، خو دا ښيي چې په دغه ولايت کې خبريالان او رسنۍ تر څومره فشار لاندې دي.

