
۱۴۰۰ زمري ۱۳ مه
لښکرګاه- په هلمند کې سیمه ییزې سرچینې وایي وسله والو طالبانو نن ورځ په دغه ولایت کې د «سباوون» شخصي تلویزیون د خبریال مېړني د خوشې کولو امر ورکړی دی.
په کندهار کې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازی عزیزالله پوپل وایي چې مېړنې دوه ورځې مخکې د لښکر ګاه ښار اړوند سیمې مختار څخه د وسله والو طالبانو له لورې یرغمل شوی و. میوند میړني پورې اړوند یو کلیپ چې د افغانستان خبریالانو مرکز ترلاسه کړی دی، ویل کېږي چې طالبانو هغه ته کوم زیان نه دی رسولې او د هغه د خوشې کولو امر یې ورکړی دی.
پوپل زیاته کړه هلمند کې په تلیفوني شبکو کې د ستونزو له امله اوس نه شي کولای د مېړني د خوشې کېدلو او کورنۍ سره د هغه د یوځای کېدو د پخلي وکړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د میوند مېړني د نیونې غندنه کوي او له وسلوالو طالبانو غواړي چې د خبریالانو خپلسري نیونې او پر هغوی باندې له فشار راوړلو ځان وساتي.
په ورته وخت کې په هلمند کې د جګړو د زیاتوالي له امله تازه ۱۰ راډیو ګانې او ۴ تلویزیونونه له فعالیت پاتې شوي دي او د دې رسنیو کار کوونکي د هلمند پرېښودلو باندې مجبور شوي او یا د خپل ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره پټ شوي دي،
له دې وړاندې طالبانو د بېلابېلو ولایتونو له جملې په هرات، کندز، پکتیا، فاریاب او زابل کې خبریالان یرغمل کړي وو. که څه هم د طالبانو له بنده دا خبریالان خوشې شوي دي مګر د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو دا ډول کړنې جدي ګواښ ګڼل کېږي او مخکې تر مخکې په هیواد کې د خبریالانو د ویرې او خودسانسورۍ لامل شوی دی.
سربیره پر دې تازه د وسله والو طالبانو له لورې د سیمو تر نیولو وروسته په ارزګان، هرات او کاپیسا ولایتو نو کې د رسنیو د وسایلو چورکولو او یا د رسنیو د ودانیو او د خبریالانو د کورونو ویجاړولو څو راپورونه ورکړل شوي دي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز څرګندوي چې طالبان دې رسنیو ته د زیان نه رسولو او هغوی ته د درناوي په اړه خپلو وروستیو اعلامیو ته په کتو باید د دې ډلې تر واک لاندې سیمو کې د دا ډول پیښو په اړه ځوابویونکي شي او دا دې روښانه کړي چې نور به خبریالان نه نیول کیږي او نه به ورباندې فشار راوړل کېږي.
دا پېښه په داسې وخت کې راپور کېږي چې د زمري په څلورمه، په کندهار کې ۴ خبریالان د وسله والو طالبانو د یو شمېر قومندانانو سره د مرکې په تړاو د ملي امنیت له لورې نیول شوي وو، چې اوس هم زنداني دي. د افغانستان دخبریالانو مرکز د هیواد قوانیونو ته په درناوي کولو د حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره نیول شوي خبریالان خوشې کړي او د دې خبریالانو دوسیې دې د رسنیزو شکایتونو کمېسیون له لارې تعقیب کړي.

