هلمند کې سباوون خصوصي تلویزیون له دوه کلونو بندښت وروسته بیا فعالیت پیل کړ

۱۴۰۲ غبرګولي ۲۴ مه

لښکرګاه-هلمند- په هلمند کې سباوون خصوصي تلویزیون له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته، یوځل بیا د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې نشرات پېل کړل.

د سباوون خصوصي راډیو- تلویزیون مسؤل مدیر غلام نبي اکمل وویل چې دا تلویزیون به د ورځې شپږ ساعته خپرونې ولري؛ چې د لښکرګاه سربیره به د دې ولایت په ولسوالیو کې د لاسرسي وړ وي.

د هغه په وینا سباوون تلویزیون خبري، سیاسي، ټولنیزې، اقتصادي او کلتوري خپرونې لري.

اکمل زیاته کړه چې سباوون تلویزیون دوه کاله وړاندې د «اسلامي امارت» د واکمنۍ له پیل راهیسې د «اقتصادي او تخنیکي» ستونزو له امله نشرات بند کړي و؛ مګر سباوون راډیو کار کوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیو رئیس احمد قریشي د سباوون تلویزیون د بیاځل فعالیت څخه د خوښۍ په څرګندونو سره وویل، چې اقتصادي ستونزو او د رسنیو د کار پر وړاندې شته خنډونو ته په کتو د سباوون تلویزیون بیاځل فعالیت هیله بخښونکی دی. هغه هیله څرګنده کړه چې دا رسنۍ وشی کولی د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سره سم له خپلو کاري حقونو ګټه واخلي.

اوس وخت په هلمند کې د ملي راډیو او ټلویزیون ترڅنګ د سباوون، لښکرګاه، تعلیم الاسلام.غږ، تعلیم القران او سکون په ګډون شپږ خصوصي راډیو ګانې فعالیت کوي. د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ دویم ځل لپاره واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یوشمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو کاري محدودیتونو له امله وتړل شوې، چې له هغې ډلې بست، سمون، ژوندون(هلمند)، مسکاه راډیو ګانې او باختر او ژوندن تلویزیون(هلمند) تر اوسه غیرې فعالې دي.