۱۴۰۳ د لړم ۴مه
لښکرګاه، هلمند – د هلمند ولايت خبريالانو او رسنيو ته هم د « ساه لرونکي انځورونو پر خپرېدو د بندیز» حکم په رسمي ډول اعلان شو چې په پایله کې یې د یاد ولايت تلوېزيونونه هم له فعاليت پاتې کېدو ته اړ شوي دي، هلمند څلورم ولایت دی چې په رسمي ډول دغه بندیز پلي کوي. د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې کړنې په اړه د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره، نورو ولايتونو ته د یاد بندیز د پراخېدو او پر رسنیو او د اطلاعاتو پر خپراوي یې د ناوړه پايلو په اړه خبرداری ورکوي.
په هلمند کې يوې ځايي سرچينې، چې د ځينو ستونزو له امله یې د نوم د نه خپرېدا غوښتنه وکړه، د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل چې، د ساه لرونکي انځورونو پر خپرېدو د بندیز حکم، تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور رياست د مرستيال مولوي شېراحمد وحدت له لوري په لښکرګاه ښار کې د دولتي ادارو د استازو او خبريالانو په ګډه غونډه کې واورول شو. وحدت ویلي چې، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بنسټ د ساه لرونکي انځورونو اخیستل منع دي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د مرستيال په وينا، هر ډول ويډيويي مرکې هم منع دي، خبريالان او رسنۍ کولاى شي په ليکلي او غږيزه بڼه کار وکړي او د اړتيا په صورت کې د لیکدړو او بې ساه انځورونو لکه د ودانیو او اړوند مناظرو له انځورونو کار واخلي.
د هغه په وينا، د بېلابېلو سیمه ییزو ادارو د استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې ترڅو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون او د ساه لرونکي انځورونو پر خپرېدو د بندیز حکم پر پلي کېدو څارنه وکړي.
د دغه حکم له خپرېدو وروسته په هلمند کې د "ملي ټلویزیون" ولایتي څانګه له فعالیته پاتې او وتړل شوه؛ بلخوا د دې ولايت د يوازيني خصوصي تلويزيون« سباوون » فعالیت هم ودرول شو.
د راډیوګانو په ګډون نورې رسنۍ چې په مجازي فضا کې (آنلاین) فعالیت کوي او ازاد خبریالان هم د دغه حکم پلي کولو ته اړ شوي دي.
هلمند لومړنی ولایت و چې د ۱۴۰۱ کال په پای کې یې د یوې میاشتې لپاره پر انځور او وېډیو اخیستلو بندیز پلي او بیا یې لغوه کړ.
یاد ولایت همدارنګه لومړنی ولایت دی چې د ۱۴۰۲ کال د زمري په میاشت کې یې په رسمي توګه په رسنیو کې د ښځو د غږونو پر خپراوي –حتی هغه اعلانونه او روغتیایي پیغامونه چې د ښځو غږونه پکې وي- بندیز ولګاوه.
هلمند څلورم ولایت دی چې پکې د انځورونو پر اخیستلو او خپرولو او د سیمه ییزو ادارو له چارواکو او کارکوونکو سره پر ویډیويي مرکو د بندیز حکم پلي کېږي.
تر دې مخکې دغه حکم په بادغیس، تخار او کندهار ولایتونو کې په رسمي توګه اعلان او پلي شوی دی.
د لوګر، میدان وردګ او دایکندي په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو خبریالانو هم د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې، په دې ولایتونو کې هم په رسمي توګه د یادو محدودیتونو د پلي کېدو نښې لیدل شوي دي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون په ۱۷مه ماده کې چې د روان کال په زمري میاشت کې تصویب او نافذ شو راغلي، محتسبین (د امر بالمعروف وزارت اجرائیه ځواک) باید د هغه موادو د خپرولو مخه ونیسي چې د ساکښو انځورونه پکې وي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په هلمند کې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرېدو د بندیز حکم په غندلو سره، نورو ولایتونو ته د دغه حکم د پراخېدو پر وړاندې چې د رسنیو پر کار ناوړه پایلې لري او په ځانګړې توګه د تلویزیونونو د بندیدو لامل کېږي، خبرداری ورکوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه ( د یاد بندیز بنسټ ګر ) څخه غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرېدو د بندیز پر حکم چې خورا وروسته پاتې کوونکې او غیر منطقي کړنه ده، له سره غور وکړي او د ټولنیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې د نورو صادر شویو رسنیزو کړنلارو د لغو کولو ترڅنګ اجازه ورکړي ترڅو رسنۍ د ټولنیزو رسنیو له قانون سره سم د عمل ازادي ولري او خبریالان وتوانېږي په ازاده توګه له وېرې پرته کار وکړي.

