خپلواک د یو امریکایي سرتېري له لوري ووژل شو 

خپلواک د یو امریکایي سرتېري له لوري ووژل شو 

کابل، پنج شنبه، ۱۳۹۰ د وږي ۱۷مه

آیساف اعلان کړی، چې د ترسره شویو څېړنو سره سم په روزګان ولایت کې د پژواک او بي بي سي خبریال د یو امریکایي سرتېري له لوري وژل شوی دی.

په روزګان ولایت کې د پژواک خبري اژانس او بي بي سي سیمه‌ییز خبریال احمد امېد خپلواک د روان کال د زمري په ۶مه د یاد ولایت د راډیو او تلویزیون په ودانۍ د طالبانو پورې تړاو لرونکې ډلې په برید کې ووژل شو.

دا برید چې د ورځې شاؤخوا ۱۲ بجې ترسره شو، د راډیو او تلویزیون پر ودانۍ سربېره د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې څو نورې دولتي ودانۍ هم تر برید لاندې راغلې، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۱ تنه چې ډېری یې غیر نظامیان وو، ووژل شول او ۳۸ تنه نور ټپيان شول.

خپلواک چې د روزګان ځایي راډیو او تلویزیون سره یې هم همکاري کوله، د یاد برید پر مهال د راډیو او تلویزیون په ودانۍ کې و او د پولیسو اړوند د یو راپور په جوړولو بوخت و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو وویل، چې په دې برید کې ۷ طالبانو چې په وسلو او ځانمرګي واسکټونو سمبال وو، ګډون درلود.

وروسته له هغې چې د احمد امید خپلواک د کورنۍ له لوري د نوموړي د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو شک او تردید خپور شو، پژواک خبري اژانس او بي بي سي له آیساف څخه وغوښتل، څو د دې پېښې په تړاو څېړنې وکړي.

د هغو څېړنو پر بنسټ چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان په امر ترسره شوې ثابته شوه، چې خپلواک په «غلطۍ» سره په نښه شوی و.

دا څېړنه څرګندوي، چې د آیساف غړي یو امریکايي سرتېري احمد امېد په دې ګمان چې ګواکې د طالبانو غړی دی او ځانمرګی واسکټ ورسره دی، په نښه کړی دی.

آیساف په دې پېښه د خواشیني په څرګندولو سره ویلي، چې د امریکایي سرتیري یاد اقدام د وسله وال چلند له قوانینو سره سم « منطقي» و.

احمد امید خپلواک په ۱۳۶۶ لمریز کال کې په کابل ښار کې سترګې نړۍ ته پرانيستلې او خپلو لومړنیو او منځنیو زده کړو ته یې په یاد ښار او د روزګان مرکز ترینکوت کې دوام ورکړ.

هغه له ۱۳۸۶ کال را په دېخوا له پژواک خبري اژانس سره همکار شو او ورته مهال یې د بي بي سي پښتو برخې سره همکاري کوله.

افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه سیمه ده؛ له ۱۳۸۰ لمریز کال راهیسې تر دې دمه دا ۲۷ام خبریال دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي.