د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۲۲مه د روزګان ملي تلویزیون له یوتیوب چینل څخه اخیستل شوی انځور
۱۴۰۴ د مرغومې ۱۸
ترینکوټ — د روزګان ولایت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې له لوري د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له اعلان وروسته، د یاد ولایت ملي تلویزیون راډیو ته اوښتی او د راډیوګانو او ځایي خبریالانو فعالیتونه هم سخت محدود شوي دي. روزګان څلورویشتم ولایت دی، چې دا بندیز پکې په رسمي ډول اعلانېږي.
په روزګان ولایت کې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د مرغومې په ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې چې د افغانستان د خبریالانو مرکز یې یوې نسخې ته لاسرسی موندلی ویلي، چې د یاد ولایت د امر بالمعروف ادارې رئیس مولوي عبدالحي عمري له خبریالانو سره د همغږۍ په غونډه کې، د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ، رسنیو ته امر کړی، چې د انځورونو له اخیستلو او خپرولو څخه ډډه وکړي. عمري ویلي: «که څوک د قانون له دې مادې څخه سرغړونه وکړي، قانونماتوونکی بلل کېږي او قانوني چلند به ورسره وشي.»
یوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاد بندیز د هغو نورو ځایي رسنیو پر کار هم ژور اغېز کړی، چې په مجازي فضا کې فعالیت لري. اوس مهال، د ملي راډیو او تلویزیون د ولایتي څانګې سربېره په یاد ولایت کې پیوستون، شمع، سلام ارزګان، تړون او تعلیمالاسلام راډیوګانې فعالیت لري. سربېره پر دې، هغو ځایي خبریالانو ته هم، چې له ملي رسنیو او یا له ولایت څخه بهر رسنیو سره کار کوي، خبرداری ورکړل شوی، چې باید انځورونه وانه خلي او ویډیویي مرکې ترسره نه کړي.
په رسنیو کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز د لړۍ له پیل (د ۱۴۰۳ کال له زمري میاشتې) راهیسې، تر دې دمه پر روزکان سربېره په ۲۳ نورو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات او پکتیا ولایتونو کې هم یاد بندیز په رسمي ډول اعلان شوی دی. یاد بندیز د رسنیو کاري محدودیتونه سخت کړي او لسګونه تلویزیونونه تړل شوي او یا راډیوګانو ته اوښتي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په روزګان ولایت کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، چې د ملي تلویزیون د تړل کېدو او د ځایي راډیوګانو پر فعالیتونو د جدي اغېز لامل شوی، د بیان ازادۍ او ازادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې بولي او د رسنیو او خپلواکو خبریالانو پر کار او معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي یې د جدي پايلو په اړه، چې له وړاندې هم ډېر محدود شوی و، خبرداری ورکوي.
د رسنیو د ازادۍ ملاتړ یاد خپلواک بنسټ، له واکمنې ادارې غواړي چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي او د دې بندیز په لغو کولو سره، رسنیو ته د وېرې پرته او د آزاد فعالیت فضا برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي.

