۱۴۰۳ دکب ۱۶
فراه – په فراه ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز وروسته، د ملي تلویزیون فعالیت درول شوی او دا تلویزیون د خپل ماهیت په بدلولو سره راډیو ته اوښتی دی. که څه هم لیدل کېږي، چې دا بندیز په ځینو ولایتونو کې تر یوه حده کم شوي، خو فراه اووم ولایت دی، چې په رسمي ډول دا بندیز پر ځایي رسنیو پلي کوي.
یوې محلي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې په دې وروستیو کې د امر بالمعروف د قانون له مخې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز په موخه، د فراه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د فشارونه له زیاتېدو وروسته د فراه ولایت ملي تلویزیون د یادې پرېکړې پلي کېدو ته غاړه اېښې. د سرچینې په وینا، اوس د ملي تلویزیون فعالیت بند شوی، ځایي تصویري خپرونې نه لري او راپورونه یې یوازې په غږیزه بڼه خپرېږي او په ټولنیزو رسنیو کې هم د ودانیو له انځورونو څخه ګټه اخلي.
یوه بل خبریال ویلي، که څه هم دا مهال دا بندیز پر خصوصي خبریالانو او رسنیو نه دی تحمیل شوی، خو ځینې ځایي چارواکي د تصویري مرکو څخه ډډه کوي.
اوس مهال، د ملي راډیو تلویزیون سربېره، شپږ خصوصي ځایي راډیوګانې، چې پکې "نوای زن"، "فریاد"، "عروج"، "تعلیم الاسلام"، "اسراء" او "دنیای نو" شاملې دي، په فراه کې فعالیت کوي.
د امر بالمعروف قانون، چې د روان کال د زمري په ۳۱مه خپور شو، پر فردي او ټولنیزو چارو نوي محدودیتونه لګولي، یادو محدودیتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز هم شامل دی. د دې قانون په ۱۷مه ماده کې محتسبینو ( د امر بالمعروف وزارت اجرایي ځواک) ته دنده ورکړل شوې، ترڅو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو مخنیوی وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي، چې د امر بالمعروف د قانون له خپرېدو څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو، فراه اووم ولایت شو، چې یاد بندیز پلي کوي، تر دې مخکې، دا فرمان په لږ تر لږه شپږو نورو ولایتونو، لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار او نورستان کې په رسمي ډول ابلاغ او پلي شوی و. سره له دې، د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوې څېړنې له مخې، په ځینو ولایتونو کې د دې بندیز شدت کم شوی دی.
کندهار، تخار، بادغیس، او هلمند کې ملي تلویزیون لا هم غیر فعاله دی، نورستان چې د ملي تلویزیون ولایتي څانګه نه لري، هلته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز لا هم پر ځای دی، تخار کې د دې محدودیت شدت کم شوی، ملي تلویزیون بېرته په ټولنیزو رسنیو کې فعال شوی او تصویري راپورونه خپروي، خو د امر بالمعروف اداره اجازه نه ورکوي، چې دا تلویزیون بېرته پرانیستل شي، بلخوا ننګرهار کې دا بندیز لرې او ملي تلویزیون بېرته فعال شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د فراه ولایت د ملي تلویزیون د بندېدو او راډیو ته په بدلېدو ژوره اندېښنه څرګندوي. یاد مرکز دا بندیز، چې د تصویري راپورونو د تولید او خپرولو بهیر یې درولی د معلوماتو د سانسور او ازادۍ د ځپلو سیاست ښکاره بېلګه بولي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له حاکمې ادارې غواړي، چې د یاد محدودویت او نورو غیر قانوني بندیزونه په لغو کولو سره د بیان آزادۍ او خبریالانو او رسنیو اساسي حقونو ته، په ځانګړي ډول معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې، درناوی وکړي.

