پاریس کې د یو شمېر افغان کډوال خبریالانو له لوري د «افغانستان آینده» آنلاین خپرنۍ (نشریه) جوړه او په کار پيل وکړ

پاریس کې د یو شمېر افغان کډوال خبریالانو له لوري د «افغانستان آینده» آنلاین خپرنۍ (نشریه) جوړه او په کار پيل وکړ

 ۱۴۰۴ د وري ۲۰

پاریس، فرانسه - «افغانستان آینده» چې یوه آنلاین خپرنۍ (نشريه) ده، د یو شمېر افغان خبریالانو له لوري له هېواده بهر رامنځته شوې او په رسمي ډول یې په پاریس کې فعالیت پیل کړ. د دې رسنۍ موخه، د افغانستان پر حالاتو په تمرکز خپلواکه خبر رسونه ښودل شوې ده.  نور ولولئ

شفیع کریمي، د «افغانستان آینده» بنسټ‌ګر او مسؤول مدیر، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا یوه څو‌ رسنیزه یا مولتي‌میډیا خپرنۍ ده چې منځپانګه به یې د خبري اصولو پر بنسټ، په ډیجیټلي بڼه د متن، انځور، ویډیو او غږ په ترکیبولو سره د انټرنټ له لارې خپره شي. کریمي زیاته کړه، دا خپرنۍ دا مهال په فارسي او انګلیسي ژبو فعالیت کوي، خو ټاکل شوی ډېر ژر یې پښتو برخه هم فعاله شي.

هغه زیاتوي چې دا خپرونه به د افغانستان د کورنیو خبرونو ترڅنګ، د نړیوالو پېښو پوښښ هم ولري، خو ځانګړې پاملرنه به یې څېړنیزو او تحلیلي راپورونو ته وي چې ورسره به خلکو ته دا فرصت برابر شي چې د هېواد د وضعيت په اړه خپل روایت بیان کړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له واک ته بیا راستنېدو را وروسته په هېواد کې ډېرې رسنۍ د کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې. سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نورو، په ځانګړي ډول لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شول.

په دې موده کې، څو آنلاین او سپوږمیزې رسنۍ د کډوال افغان خبریالانو له خوا د افغانستان حالاتو پر تمرکز رامنځته شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د «افغانستان آینده» خپرنۍ د جوړیدا هرکلی کوي او وايي چې له هېواده بهر د خپلواکو رسنیو زیاتوالی د هېواد دننه د رسنیو وضعیت، کاري محدودیتونو او د اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزو په پام کې نیولو سره، د ټولنې یوه جدي اړتیا ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هیله لري چې «افغانستان آینده» خپرنۍ به د خبري اصولو په پام کې نیولو سره، له نورو خپلواکو او بې‌طرفه رسنیو سره یو ځای، د هېواد وضعیت ته عادلانه او متوازن پوښښ ورکړي، څو زیات شمېر خلک پر وخت، کره، بې‌طرفه او متوازنو اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسرسی ولري.