۱۴۰۴ د غویي ۱۴
تولوز، فرانسه – «اوج نیوز» آنلاین خپرنۍ (نشريه)، چې د یو شمېر افغان کډوال خبریالانو له لوري جوړه شوې، د افغانستان د حالاتو د خبري پوښښ په موخه په رسمي ډول د فرانسې په تولوز ښار په فعالیت پیل وکړ.
د اوج نیوز مسؤول مدیر حارث جمال زاده د افغانستان د خبریالانو مرکز سره په خبرو کې وویل، چې دا خپرنۍ یوه خپلواکه رسنۍ ده او رسمي فعالیت یې د رسنیو د آزادۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله ( تېره ورځ) پیل شو. هغه زیاته کړه چې «اوج نیوز» به د یوې آزادې رسنۍ په توګه د افغانستان سیاسي، ټولنیز، د بشر حقونو، د ښځو او ماشومانو حقونو، کډوالۍ او سپورتي پېښې تر پوښښ لاندې راولي.
جمالزاده همداراز وویل، چې دا خپرنۍ دا مهال په څو رسنیز ډول سره، د متن، انځور، غږ او ویډیو په ترکیب سره په فارسي ژبه فعالیت کوي او منځپانګه یې د ویبسایټ ترڅنګ، په ټولنیزو رسنیو لکه ایکس، ټیکټاک او یوټیوب کې هم د لاسرسي وړ ده او ډېر ژر به دې رسنۍ ته د پښتو او انګلیسي برخې هم دې ور زیاتې شي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له واک ته بیا راستنېدو را وروسته په هېواد کې ډېرې رسنۍ د کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې. سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نورو، په ځانګړي ډول لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شول.
په دې موده کې، څو آنلاین او سپوږمیزې رسنۍ د کډوالو افغان خبریالانو له خوا د افغانستان حالاتو پر تمرکز رامنځته شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اوج نیوز» خپرنۍ له جوړیدا هرکلی کوي او وايي چې له هېواده بهر د خپلواکو رسنیو زیاتوالی د هېواد دننه کاري محدودیتونو او د اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزو په پام کې نیولو سره، مثبت او اړین اقدام دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هیله لري چې دا خپرنۍ به د خبري اصولو په پام کې نیولو سره د هېواد وضعیت ته په خپلواکه او مسلکي توګه پوښښ ورکړي.

