د افغانستان د وضعیت د پوښښ لپاره په امریکا کې د آمو ځانګړی تلویزیون جوړ شو

۱۴۰۱ زمري ۱۰مه

واشنګټن- یوشمېر افغان خبریالانو په امریکا کې د افغانستان د حالت پوښښ پوموخه «آمو تلویزیو»(Amu TV) جوړ کړ.

د امو ټلویزیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امو یوه خپلواکه او بې پرې رسنۍ ده، چې مالکیت او مشري یې د افغان خبریالانو په لاس کې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي آمو چې د امريکا د واشنګټن ښار په څنډه کې موقعيت لري، د افغانستان، سيمې، اروپا او شمالي امريکا څخه يو شمېر خبريالان سره یوځای کړي دي؛ ترڅو په نوښتګره او بې پرې ډول خلکو ته خبرونه وړاندې کړي.

د دې تلویزیون خپرونې په انلاین بڼه په فارسي، پښتو او انګلسي ژبو د بېلا بېلو منځپانګو په لرلو سره خپرېږي.په خبرپاڼه کې لطف الله نجفي زاده عمومي مدیر او سمیع مهدي مسؤل یاد شوي دي.

ویل شوي دي چې د آمو تلویزیون مالي سرچنې د عیرې دولتي بنسټونو او شخصي مرستو له لارې برابرې شوې دي. آمو په پلان کې لري چې د خپلو خپرونو د مالي ملاتړ په برخه کې بشپړې روڼتیا ته پاملرنه وکړي.

د جمهوري نظام له سقوط او د « امارت اسلامي» له حاکمیت وروسته آمو لومړنی ډیجټالي تلویزیون دی چې د یو شمېر افغان خبریالانو له لورې د افغانستان د وضعیت د پوښښ په پار له هیوده د باندې جوړېږي.

د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته (۲۴ اسد ۱۴۰۰) په افغانستان کې د «اسلامي امارت» له خوا د لګول شويو محدوديتونو او پرله پسې اقتصادي ستونزو له امله په افغانستان کې له ۶۰۰ فعالو رسنيو له نيمايي څخه زياتې وتړل شوې او په سلګونو خبريالان او رسنيز کارکوونکي له هېواده ووتل.