
۱۴۰۱ تلې ۶ مه
هامبورګ- «زیشت(Sicht TV) تلویزیون چې په المان کې د فارسي ژبو لپاره د درې افغان خبریالانو له لورې جوړ شوی؛ معلوماتوته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت نن په هامبورګ ښار کې پرانیستل شو.
زیشت د شرمیلا هاشمي، نوراغا شریفي او اکبر رستمي له خوا جوړ شوی، چې په جرمني کې اوسیږي.
د زیشت ټلویزیون مشرې شرمیلا هاشمي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې دا تلویزیون یوه انلاین او خپلواکه رسنۍ ده او په جرمني کې د فارسي ژبو لپاره د معلوماتو د رسونې لپاره جوړه شوې ده.
هغه وويل: «په بيلابيلو هيوادونو کې پناه غوښتونکي او مهاجر اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لري او دغه حق په آلمان کې د اکثريت مهاجرو لپاره په جرمني ژبه ممکن نه دی؛ نو له همدې امله زيشت تلويزيون په دغه هیواد کې په فارسي ژبه د دقيقو او مسلکي معلوماتو د وړاندې کولو په موخه جوړ شو.»
د آغلې هاشمي په وینا آلمان د مختلفو کلتورونو، ژبو او ملیتونو لرونکی هیواد دی، نو له همدې امله د فارسي په ګډون په نورو ژبو مهاجرینو ته په مسلکي او مختلف چلند سره خبر ورکول یوه اړتیا ده.د زیشت ټلویزیون مشرې زیاته کړه، چې د دغې رسنۍ په خپرونو کې خبرونه او راپورونه، په آلمان کې د مهاجرت قوانین او حقوق، کلتور او هنر او د مهاجرینو د کیسو خپرول شامل دي، چې د فارسي تر څنګ په الماني ژبه هم خپریږي.
شرميلا هاشمي وويل، زیشت ټلوېزيون په لومړي سر کې په انلاین بڼه د ویب سایټ او د ټولنیزو رسنیو له ډلې په يوټيوب، فيسبوک، ټيک ټاک او ټويټر کې خپرونې پېل کړې او ټاکل شوې ده پراخوالی ورته ورکړي.
زیشت دوهم ډیجیټل ټلویزیون دی چې د جمهوریت له سقوط او د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل وروسته له افغانستانه بهر د یو شمیر افغان خبریالانو له خوا جوړیږي.
دوه میاشتې وړاندې د امو ټلویزن د لطف الله نجفی زاده او سمیع مهدي له خوا په واشنګټن کې د افغانستان د وضعیت د پوښښ لپاره په لاره واچول شو.

