
۱۴۰۱ کب ۲۲
کابل- د «افغانستان» سیاسي، ټولنیزې او کلتوري مجلې لومړۍ ګڼه په امریکا کې د یو شمېر افغان کډوالو خبریالانو او فرهنګیانو په ملتیا له چاپ را ووته.
دا مجله د «افغانستان کور» بنسټ له لورې چې په امریکا کې د میشت افغان فرهنګیانو څخه جوړ دی، د امریکا په ویرجنیا ښار کې تاسیس شوه.
د افغانستان میاشتنۍ مسؤل مدیر برکت الله رحمتي وویل: « په اوسنیو حالاتو کې تر بل هر وخت د کره معلوماتو د رسولو او د افغانانو له ګټو سره سم د معلوماتو چمتوکولو اړتیا ده. هغې زیاته کړه « د جګړې او پرلپسې سقوطونو څخه د افغانستان د خلاصون یواځینۍ لار د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو رهبرانو له لورې د نوي نسل ترمنځ د یوبل منلو او متقابل درناوي ته د ودې ورکولو له لارې ممکن دی.»
له همدې امله د افغانستان میاشتنۍ به د افغانانو د ارزښتونو او ګټو پر بنسټ د یوه نوي افغانستان د داستان د تالیف په موخه په هر اړخیز او راتلونکي بحث تمرکز وکړي.ناسم سیاسي-اقتصادي امنیتي شرایط او تر ټولو مهم بشري اندیښنې، په ځانګړې توګه د ښځو نازک وضعیت به د دې خپرونې په لومړیتوبونو کې وي.
د افغانستان مياشتنۍ عمومي مدير عصمت الله احراري وويل، دغه مياشتنۍ په شل مخونو او په، فارسي، پښتو، ازبکي او انګلسي څلور ژبو چاپېږي او په یو وخت کې یې چاپي بڼه په امریکا او کاناډا کې هم ویشل کېږي.
د هغه په خبره د میاشتنۍ انلاین بڼه به د ویب پاڼې او د دې رسنۍ د ټولنیزو پاڼو څخه د لاسرسي وړ وي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د افغانستان میاشتنۍ د نشر هرکلی کوي او په بهر کې د افغاني ټولنو له لورې د خپلواکو او مسلکي رسنیو رامنځته کول،دې ټولنو ته د معلوماتو رسولو، کلتور او باورونو د پیاوړتیا په برخه کې جدي اړتیا ګڼي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز هیله لري چې د دغو رسنیو مدیریت به د مسلکي خپلواکۍ په رعایتولو سره په بهر کې میشتو افغانانو ته د معلوماتو د وړاندې کولو تشه ډکه کړي او لوستونکي به د مالي اړخه د نویو او خپلواکو رسنیو د کار د دوام زمینه برابره کړي.

