د فارسی ټایمز مجلې لومړۍ ګڼه خپره شوه

۱۴۰۱ دلوې ۱۰

واشنګټن- په امریکا کې یو شمېر پناه اخیستونکو افغان خبریالانو«فارسي ټایمز» مجلې بنسټ کېښود او نن یې لومړۍ ګڼه خپره شوه.

دا مجلله په مياشتني ډول په ۲۸ پاڼو او ورځپاڼې په ډول په واشنګټن کې چاپ شوې ده.

نوموتی خبریال نقیب اروین چې د جمهوري نظام له سقوط او د «اسلامي امارت» له تاسیس سره یې افغانستان پرېښود د یوشمېر نورو پناه غوښتونکو افغان خبریالانو سره د فارسي ټایمز مجلې بنسټ ایښی دی.

اروین د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل: "فارسي ټايمز په امريکا او کاناډا کې د مېشتو افغان مخاطبانو او فارسي ژبو خلکو لپاره ځانګړې مجله ده، چې په فارسي او انګليسي دواړو ژبو خپرېږي."

اروین زیاته کړه: « د دې مجلې منځپانګه متنوع ده او د افغانستان او نړۍ سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او ورزشي مطالب پکې شامل دي، چې د مدیره ډلې له لورې چمتو کېږي او یا د چارو پوهانو او د نظر خاوندانو له لورې را استول کېږي.»

د فارسی ټايمز مسوول مدير وويل، چې ډېر ژر به د دې خپرونې ویب سایټ هم پرلېکه شي. د اروین په وینا د فارسي ټایم مالي برخه د بنسټ اېښودونکي او سوداګریزو اعلانونو پورې تړلې ده.

 

نقیب اروین په هرات کې د نوروز راډیو د مدیر، په هرات کې د ملي راډیو تلویزیون د مسؤل مدیر او په دې ولایت کې د اتفاق اسلام دولتي ورځپاڼې د مسؤل په توګه کاري تجربه لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوموتو افغان خبریالانو تر مدیریت لاندې د فارسی ټایمز مجلې د پیل هرکلی کوي او په بهر کې د افغاني ټولنو د خپلواکو او مسلکي رسنيو رامنځ ته کول، د دې ټولنو د معلوماتو رسولو، کلتور او باورونو د پياوړتيا په برخه کې جدي اړتيا ګڼي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز هيله لري چې د دغو رسنيو مديريت به د مسلکي خپلواکۍ په رعايتولو سره په بهر کې مېشتو افغانانو ته د معلوماتو د وړاندې کولو تشه ډکه کړي او اورېدونکو ته به د نويو او خپلواکو رسنيو په ملاتړ د هغوى د کار د دوام او پياوړتيا زمينه برابره کړي.