۱۴۰۵ د غویي ۱۵مه
لیون، فرانسه – «کابل ټایمز نیوز» انلاین خپرنۍ ( نشريه) چې د کډوالو افغان خبریالانو د یوې ډلې له خوا د فرانسې په لیون ښار کې د افغانستان د وضعیت د خبري پوښښ په موخه جوړه شوې ده، په رسمي ډول یې خپل فعالیت پیل کړ.
د کابل ټایمز نیوز د امتیاز څښتن سمیع الله جهش، د افغانستان د خبریالانو له مرکز سره په خبرو کې وویل، چې دا خپرنۍ یوه خپلواکه رسنۍ ده چې د افغانستان د کډوالو خبریالانو له خوا په فرانسه کې اداره کېږي او په هېواد کې دننه هم یو شمېر خبریالان، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې، ورسره همکاري کوي. د هغه په وینا، کابل ټایمز نیوز د افغانستان سیاسي، ټولنیزې او د بشري حقونو اړوند پېښې، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقونه، تر پوښښ لاندې راولي.
د کابل ټایمز نیوز د امتیاز څښتن زیاته کړه، چې دا رسنۍ اوس مهال په څو رسنیزه بڼه فعالیت کوي او منځپانګه یې متن، انځور، غږ او ویډیو رانغاړي، چې په فارسي او انګلیسي ژبو خپرېږي. د دې خپرنۍ منځپانګه د وېبسایټ ترڅنګ په ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک او اېکس (پخواني ټوېټر) کې هم خپرېږي.
په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوري حکومت تر سقوط او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، ډېری کورنۍ رسنۍ د کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شول. په دې کلونو کې، د افغان کډوالو خبریالانو له خوا په لوېدیځو هېوادونو کې یو شمېر انلاين خپرنۍ او تلویزیونونه د افغانستان د پېښو د پوښښ په موخه جوړ شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د کابل ټایمز نیوز د رسمي فعالیت هرکلی کوي او په داسې حال کې چې د هېواد دننه د رسنیو او خبریالانو پر کار سخت محدودیتونه لګېدلي او معلوماتو ته لاسرسی ډېر محدود شوی، له هېواده بهر د خپلواکو رسنیو زیاتوالی یو مهم او اړین ګام بولي. د افغانستان د خبریالانو مرکز همداراز هیله څرګندوي چې دا ډول رسنۍ به د مسلکي اصولو په رعایت سره د هېواد وضعیت په خپلواکه او مسلکي بڼه تر پوښښ لاندې راولي.

