۱۴۰۲ لیندۍ ۲۳
برلین- په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو او رسنیو نړیواله غونډه نن په برلین کې د لسګونو خبریالانو او رسنیزو د فعالانو په شتون سره پیل شوه.په دې دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د «په جلاوطنۍ کې د خبریالانو لپاره د اروپایي صندوق» له خوا جوړه شوې ده، د جلاوطنو افغان خبریالانو وضعیت او د هغوی د ملاتړ لارې چارې وڅېړل شي.
د جلا وطنه خبریالۍ لپاره د اروپایي صندوق (JX Fund) اجرائیوي رئیس بنه لوپه وینترهګر د دې ناستې د پېل پرمهال خپله بیانیه کې وویل، چې یاده ګډه ناسته د «له افغانستانه د تبعید شویو رسنیو بیا رغاونه: ننګونې، فرصتونه او راتلونکی یې» تر سرلیک لاندې تره سره کېږي. نوموړي وویل چې د جلا وطنه خبریالانو اورپایي صندوق په دوامداره ډول د جلا وطنه رسنیو پیاوړتیا ته ژمن دی او د جلا وطنه افغان خبریالانو دا لویه ناسته په همدې موخه ترسره کېږي.
په دې غونډه کې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او امريکا کې مېشتو څه باندې ١٥٠ جلا وطنه افغان خبريالانو او رسنيو برخه اخيستې ده او د دوه ورځو په اوږدو کې به په جلاوطنۍ کې د افغان رسنيو پر جوړېدو او بيارغاونې او په ځانګړې توګه د ښځينه خبريالانو پر رول او د خپلواکو خبریالانو پر ننګونو بحث او خبرې اترې وکړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ د جمهوري ریاست له نسکوریدو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په هیواد کې تر نیمایي زیاتې فعالې رسنۍ د کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې او په سلګونو خبریالانو او فعالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د هیواد پریښودو ته اړ شول.
په داسې حال کې چې په هېواد کې د ازادو رسنیو پر کار جدي محدودیتونه شته، په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د وضعیت څېړلو او په تبعید کې د افغان رسنیو بیا رغاونې او د هغوی د پیا وړتیا په موخه د جرمني او بلجیم په ګډون په بهر کې د افغان خبریالانو په ګډون څو غونډې جوړې شوې دي.

