د سپوتنیک خبري اژانس افغان خبریال خیبر عاکفي او مېرمن یې د اوکراین په هوايي برید کې ټپیان شوي دي

۱۴۰۲ د تلې ۲۱

په روسیه کې میشت افغان خبریال خیبر عاکیفي د روسیې په بلګراد سیمه کې د اوکرایني بې پیلوټه الوتکې په برید کې له خپلې میرمنې سره سخت ټپي شوی او د دغه ځوان خبریال کم عمره لور او دوه خپلوان یې وژل شوي دي.

د بلګراد والي ویاچسلاو ګلادکوف په ټیلیګرام پیغام کې لیکلي، چې په دې سیمه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې (پهباد) د برید له امله د یو ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. د هغه په ​​وينا دا پېښه د چهارشنبې په شپه رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز خبر ورکړی، چې په دې پېښه کې د روسیې د سپوتنیک خبري اژانس افغان خبریال خیبرعاکفي او د هغه کورنۍ زیان لیدلی دی.

د خيبرعاکفي يو خپلوان د افغانستان دخبريالانو مرکز ته وويل، له بده مرغه، چې د دغه بريد په پايله کې خيبرعاکفي او مېرمن يې سخت ټپيان شوي او د لور ترڅنګ یې د میرمنې مور او پلار وژل شوي دي.

هغه وویل، چې خيبر او مېرمن يې سخت ټپيان شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د دې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ خيبرعاکفي چې له پېښې وروسته په کوما کې و، له تېرې شپې راهيسې يې د ښه والي نښې ورکړي دي؛ خو د دې خبريال روغتيايي حالت لا هم نازک دى. ويل کيږي چې د دغې خبریال د میرمنې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی.

د بلګراد سیمې والي ویلي دي چې ټپي شوي نارینه په تنفسي برخه کې زیان لیدلی او سوځېدلی دی.ډاکټرانو ویلي د پېښې نور ټپیان د بدن د بېلا بېلوغړو له ماتېدو او دماغي ضربې سره مخ شوي دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي د دې پېښې د رامنځته کېدو په هکله ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل:« په دې غمژنه پېښه کې د خیبر عاکفي د کم عمره ماشوم او دوه خپلوانو د قرباني کیدو او همدارنګه د دې ځوان او تکړه خبریال او میرمنې د ټپي کېدو له امله خپله هم ژور خواشینی شوی یم.»« موږ د عاکفي فرهنګي کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوو او دغه ځوان خبريال او مېرمنې ته يې د الله تعالی له درباره د عاجلې روغتيا غوښتنه کوو.»

خیبر عاکفي چې خپلې لوړې زده کړې یې په روسیه کې بشپړې کړي، د سپوتنیک دولتي خبري اژانس سره د افغانستان برخې لپاره د خبریال په توګه کار کاوه.