د «پارسی بان» نړیوالې مجلې لومړۍ ګڼه خپره شوه

۱۴۰۲ زمري ۲۷

کابل- د «پارسی بان» نړیوالې مجلې لومړۍ ګڼه، چې د یو شمېر افغان فرهنګیانو په همکارۍ جوړه شوې ده خپره شوه.

 په هغه خبرپاڼه کې چې نن د پارسي بان له خوا د افغانستان دخبريالانو مرکز ته رسېدلې، راغلي چې پارسي بان په رسمي توګه د يوې «سیمه ییزې» او «نړیوالې» رسنۍ په توګه په رسمي ډول خپل فعاليت پيل کړى دى.

پارسی‌بان ويلي دي: «د پارسي ژبې په لوړه ماڼۍ کې د پولې هاخوا او د نژادي تمدن د کلتور او هنر يوه بډايه خزانه پرته ده چې د پېړيو په اوږدو کې يې د خپل پراخ سیوري او مينې لاندې د خواخوږۍ او یو بل منلو څرنګوالی زمزمه کړی دی. »

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي: «نن ورځ د هغو هېوادونو په شمول چې په رسمي توګه دغه ژبه د خپل فکر او تعامل ژبه ګڼي، په څو نورو هېوادونو او سیمو کې د فارسي ژبې روح د ډېرو په زړونو کې خپل ځای ساتلی دی. له قزاقستانه تر ترکیې، له اذربایجان نه تر پاکستان، له بنګله دېش نه تر هند او له چینه تر روسیې په پارسي ژبه خبرې کېږي او په دې ډول شالید او شخصیت سره پارسي بان غواړي چې د دغې جلال لرونکې مور د مینې او مهربانۍ هنداره شي.»

د پارسی‌بان د خپرونو مرستيال او اجرائيه رئيس عصمت الله احراري د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل، د دې مجلې منځپانګه د دې مجلې د ليکوالانو د شورا له خوا چمتو کېږي، چې د افغانستان، ايران او تاجکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لکه: ازبکستان، قزاقستان، پاکستان، هند، ترکیه او عراق د ٦٥ فرهنګيانو او ادبي کسانو څخه جوړه ده.

پارسی‌بان د یو شمیر افغان فرهنګیانو لخوا تاسیس شوی، چې په هیواد کې دننه او بهر ژوند کوي.

 د احراري په وینا، اوسمهال د پارسي ‌بان مطالب د دې خپرونې د وېبپاڼې له لارې او هم په«PDF»  بڼه د لیواله کسانو د لاسرسي وړ دي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د پارسي ‌بان د پيل هرکلى کوي او هيله لري، چې دا مجله د يوې نړیوالې فرهنګي او ادبي رسنۍ تشه ډکه کړي او د سيمې د ولسونو د ګډو فرهنګي او ادبي ارزښتونو په ټينګښت سره خپلې فرهنګي اړيکې پياوړې کړي.