د افغانستان په اړه د ۸صبح او نیویارک ټایمز ګډ څېړنیز راپور د «امي» جایزه وګټله

د ۸صبح ورځپاڼې د امتیاز څښتن او له نیویارک ټایمز سره د ګډ څېړنیز راپور یو لیکوال سنجار سهیل د امي جایزه ترلاسه کړه. انځور له هشت صبح ورځپاڼې څخه

۱۴۰۲ تلې ۶ مه

کابل- د ۸صبح ورځپاڼې او نیویارک ټایمز ورځپاڼې ګډ څېړنیز راپور چې «طالبانو دوی بخښلي او بیا یې وژلي» تر سرلیک لاندې په امریکا کې د «امي» ټلویزیوني او رسنیزې جایزې ګټونکي اعلان شوو.

هشت صبح ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي دي، د جایزې ورکولو مراسم  د تلې په ۵ مه، چې د میلادي کال دسمبر میاشتې له ۲۸ مې نېټې سره سمون خوري د چهارشنبې په شپه د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شول او د سرمقاله ليکنې په برخه کې ياده جايزه هشت صبح او نيويارک ټايمز ورځپاڼو ته ورکړل شوه.

ویل شوي چې دغه څېړنیز راپور د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۲مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له نسکورېدو اووه میاشتې وروسته، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خوا د دې خپرونې د نظرونو په برخه کې د ویډیو او متن په بڼه په یو وخت کې خپور شو.

د دغه راپو پر بنسټ طالبانو په دې موده کې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژلو، شکنجه کول، بندي کولو او هدفي نادرکه کولو ۴۹۰ پېښې کړې دي، چې د ۸ صبح ورځپاڼې سره په نیږدې همکارۍ د درې خبریالانو له لورې د شپږ میاشتو په موده کې مستند او تائید شوي دي.

د ۸صبح ورځپاڼې د امتیاز څښتن سنجر سهیل د دغه څېړنیز راپور له لیکوالانو یو دی.سهیل له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:« په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د خلکو په تېره بیا د دغه هېواد د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیکو جنایتونو په وړاندې سترګې او غوږونه تړلي دي، د امي پېژندل شوې جایزې ته نوماندي او د یو څېړنیز راپور بریا کولای شي یوځل بیا د نړیوالو رسنیو پام افغانستان او د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو حالت ته واړوي.

ایمي جایزه د امریکا په متحده ایالاتو کې د ژورنالیزم په برخه کې یوه له مهمو جایزو څخه ده، چې په کې د امریکا معتبرې رسنۍ، خبریالان، ایډیټران، ډاکومنټري جوړونکي، څېړنیز ریپورټران او د رسنیو مدیران ورته نوملیکنه کوي.د امي جایزې د امریکا د تلویزیون، هنرونو او علومو اکاډمۍ له لورې، چې مرکز یې د نیویارک په ښار کې دی هر کال په ۶۲ کټګوریو کې ورکول کېږي.