چهارشنبه، د ۱۳۹۳ کال د غویي ۳مه
د «مجمع دیوانگان» نومي وبلاګ لیکونکی وایي چې خپل وبلاګ ته یو خاص رسنیز لیدلوری لري او د یوې خپلواکې رسنۍ په سترګه ورته ګوري، خو «ګیلاس خانومي» بیا د خپل وبلاګ لپاره د ژوند شخصي مسایل او طنزي ژبه خوښوي.
سربېره پر دې چې په ایران کې د وبلاګ لیکنې له پیل څخه ۱۳ کاله کېږي، ځیني خلک دا پوښتنه کوي چې آیا وبلاګ لیکنه د له منځه تلو په حال کې ده؟ د دې پوښتنې په وړاندې دوه ډلې داسې نظرونه لري، یوه ډله وایي چې د ټولنیزو شبکو او نورو لیکنیزو فضاوو رامنځته کېدو، وبلاګ لیکنه کم رنګه کړې، خو بله ډله بیا وایي چې وبلاګ لیکنې بدلون کړی، خو له پرمختګ نه ده شاته شوې او له منځه نه ده تللې.
په دې وروستیو کې د امریکا د پنسلوانیا د «اننبرګ» پوهنتون د اړیکو پوهنځي د فارسي ژبې وبلاګستان په اړه څېړنه کړې چې پکې د ایران د «بلاګستان» د زوال یادونه شوې. ایران د ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ (۱۳۸۰–۱۳۸۸) د وبلاګ لیکنې او د وبلاګ لیکنې دودولو کې له مخکښه او غوره هېوادونو څخه ګڼل شوی وو.
په ایران کې لومړی وبلاګ په فارسي ژبه د ۱۳۸۰ کال په سنبله کې د سلمان جریري لهخوا جوړ شو او وروسته بیا خبریال او وبلاګلیکوونکي حسين درخشان د وبلاګ پدیده خلکو ته ور وپېژندله او په دودولو کې یې مرسته کړه.
د وبلاګ لیکنې په هماغه پیل کې ګڼ شمېر ایرانیانو او فارسي ژبو وبلاګ لیکنې ته مخه کړه او له سیاست نیولې تر ادبیاتو پکې لیکل کېدل، هغه ښار چې خلکو فارسي بلاګستان نومولی وو.
خو په دې کلونو کې د ایران په وبلاګ لیکنه کې څه پېښه شوې؟ ايا په رښتيا بلاګستان د له منځه تلو په حال کې دی؟ ولې ځينې فعال وبلاګ لیکونکي نور په بلاګستان کې نشته؟ یا هغه کسان چې اوس هم په وبلاګ لیکنه بوخت دي ولې یې دا کار نه دی پرې ايښی؟
آرش کمانګیر: تولید شته، خو له وبلاګ پرته بل ځای کې خپرېږي
د ایران پخوانی وبلاګلیکونکي آرش آبادپور چې خلکو به د آرش کمانګیر په نوم پېژانده، له ۲۰۰۴ کال راهیسې په انګلیسي ژبه په وبلاګ لیکنه بوخت و، د ایران پخواني وبلاګ لیکونکي او وبلاګ لوستونکي، آرش اباد پور د آرش کمانګیر په نوم پېژني، هغه وبلاګ لیکنه له ۲۰۰۴ (۱۳۸۳) کال څخه په انګلیسي ژبه پیل کړه او وروسته یې په فارسي ژبه وبلاګ ولیکه او د هغه وروستی مطلب تېر کال خپور شوی دی.
هغه له هغو څېړونکو څخه دی چې د ایران بلاګستان د زوال په اړه یې د پنسلوانيا پوهنتون څېړنه ترسره کړې، پخوانۍ وبلاګ لیکنه چې خپله د وبلاګ لیکنې له زوال بحث کوي.
اباد پور يا هماغه کمانګیر د شرق پارسي سره مرکه کې د دې سوال په ځواب کې چې ولې نور وبلاګ نه ليکي وویل: « زه اوس هم وبلاګ لیکم، خو زما د لیکنو فضا نورو ځايونو ته بدلون موندلی، ځکه چې په دې ورځو کې په نيمه مسلکي توګه ځیني ویبپاڼو لپاره مطالب لیکم.»
د هغه په باور دا پېښه ځینو نورو وبلاګ لیکونکو ته چې بلاګستان یې پر ایښی هم پېښه شوې ده: « تولید شتون لري خو په بل ځای کې خپرېږي.»
د آرش په وړاندې د « مجمع ديوانه ګان» وبلاګ لیکونکي ارمان امیري شتون لري، هغه هم د کمانګیر په څېر له ډېره وخته وبلاګ لیکنې ته مخه کړې ده او تر اوسه لیکنې کوي، په اونۍ کې څو لیکنې د هغه وبلاګ ته پورته کېږي او کله نا کله د هغه ليکنې چې ډېری سياسي وي، حتی له خبري ویبپاڼو هم خپرېږي.
اميري له شرق پارسي سره په خبرو کې دې سوال ته په ځواب کې چې څنګه یې بلاګستان نه دی پرې اېښی وویل: زه خپل وبلاګ ته بېل لیدلوری لرم، يعنې زه ورته د يوې رسنۍ په سترګه ګورم او خپله اړخه ورته یو ځانګړی هويت قایل یم.
د يوې رسنۍ د جوړولو د موخې په اړه باید ووایم چې له نیکه مرغه تر یو حده توانېدلی یم، ځکه چې اوس مهال زما مخاطبين دې وبلاګ ته د خپلو خصوصي یادښتونو لېږلو ته ډېره علاقه لري او د وارده یادښتونو په نوم خپرېږي.»
« بلاګستان هغه ښار ته ورته دی چې وړوکی شوی وي»
په دې وروستیو کلونو کې د فارسي بلاګستان په فضا کې بدلون رامنځته شوی دی، د ۲۰۰۹ (۱۳۸۸) کال وروسته ټولنیزې شبکې پراخې شوې او په ایران کې یې هم مینهوال پیدا کړل، ځیني ایراني وبلاګ لیکونکي چې د سیاسي - ټولنیزو يا رسنیزو فعالانو له ډلې څخه وو له دې فضا څخه ووتل، خو په وبلاګستان کې تر ټولو لوی بدلون څه و؟
اباد پور د بدلونونو شننه داسې کوي او په باور یې وبلاګ لیکنه داسې پديده نه ده چې له منځه لاړه شي، خو مقدار او شکل یې بدلون مومي: « نه انکارېدونکی حقیقت دادی چې په بلاګستان کې ګڼه ګوڼه کمه شوې ده، له بلې خوا د وبلاګ لیکونکو شمېر هم کم شوی دی، ډېری جدي فعالان نور په بلاګستان کې نشته یا د رسنیو جذب شوي دي، یا سټړي، وهل شوي، بندي شوي او یا هم تبعید شوي دي او یا یې هم له ټولنیزو رسنیو کډه کړې ده»
د اباد پور او ملګرو د څېړنې له مخې، په تېره دوره ( د ۲۰۰۸ کال څېړنه) کې ۶۸ سلنه ځواب ويونکو ویلي وو چې وبلاګ ته لاسرسي لپاره مستقیم وبلاګ ته درومي، خو د نوې څېړنې سره سم چې د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت ( د ۱۳۹۴ د وري) کې ترسره شوې یاده کچه ۳۰ سلنو ته رسېدلې او ۴۷.۳ سلنه کسانو بیا ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې وبلاګ ته لاسرسی پیدا کوي.
آرش همداراز باور لري چې اوس هم وبلاګ لیکونکي د خپلو ځانګړو مخاطبینو سره شتون لري: « بلاګستان هغه ښار ته ورته دی چې وړوکی شوی خو له منځه نه دی تللی، اوس هم د دې ښار په ځینو برخو کې خلک لیکنې کوي او ځينې يې بیا لولي.»
آرمان امیري: وبلاګ مې د هېواد د اصلاح غوښتونکو ورځ پاڼو له شمېر څخه ډېر مخاطبين لري
په هغو کلونو کې چې د وبلاګ لیکنې څپه په ایران کې پیل شوې وه، ځینو کسانو د فارسي وبلاګونو په جوړولو اقدام وکړ، څو ایرانیان او نور فارسي ژبي په اسانۍ وتوانېږي د یادې فضا له فارسي شوي قالب څخه ګټه پورته کړي، له هغې مخکې بلاګر چې د وبلاګ لیکنې د خدمتونو یوه شبکه ده د ایرانیانو لپاره په سختۍ د ګټې اخیستنې وړ وه.
د دې شبکې د وبلاګ قالبونه فارسي نه وو او هر برنامه لیکونکي ته د هغې د فارسي کولو چل نه ورته تر څو چې د پوشین بلاګ، بلاګفا، ميهن بلاګ او ورته نورو سايټونو په بېلابېلو قالبونو کې په بشپړه توګه فارسي وبلاګونو د جوړولو اقدام وکړ، ترڅو د کمپیوټر او انټرنټ په برخه کې هاغه پیلیزه پوهې لرونکي کسان هم وتوانېږي په اسانۍ سره وبلاګ جوړ کړي، چې په خپل نوم د يوې برخې په اخیستلو له یې وبلاګ لیکنه کوله.
بلاګر هم په ایران کې په بشپړه توګه فیلټر شو او یا شاید په وبلاګ کې د مطالبو لیکلو شوق او ذوق له منځه ولاړ.
خو د فارسي ژبې هغه سایټونه چې د وبلاګ لیکلو خدمتونه وړاندې کوي، له یو لړ ځانګړو سیاسي پېښو، په ځانګړي ډول د ۱۳۸۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو وروسته، له سختو محدودیتونو سره مخ شول.
ډېری وبلاګ لیکونکو به چې کله خپلو وبلاګ ته سر ورښکاره کړ یا خو به فیلتر شوی و او یا به هم بشپړ حذف شوی و، د کلونو لیکنې یې یوه شپه کې ورانېدلې او د دوی د وبلاګونو ارشیفونه له منځه تلل. بلاګر هم په بشپړ ډول فیلتر شو او يا هم کېدای شي د لیکنو شوق او ذوق له منځه لاړ، خو لا هم داسې کسان وو چې له فارسي ژبې بلاګونو څخه بلاګر ته، چې یوه نړیواله شبکه ده، ولاړل، څو د قضايي چارواکو د امر له مخې یې وبلاګونه له منځه لاړ نه شي او لا هم په بشپړه ژمنتیا وبلاګ لیکنه کوي.
له آرمان امیري څخه مې د هغه د مخاطبینو د شمېر په اړه وپوښتل، هغه وايي: «ننسبا دې پوښتنې ته ځواب ویل ډېر سخت دي. پخوا چې ټولنیزې شبکې نه وې، هر وبلاګ لیکونکي د خپل وبلاګ شمېرونکي ته کتل او د خپلو لوستونکو شمېر یې معلومېده، خو اوس خلک ډېری وخت مستقیم وبلاګ ته نه ورځي.»
خو هغه د خپل وبلاګ د څارونکو د شمېر په اړه یوه جالب ټکي ته اشاره کوي او وايي: «یوازې دومره درته ویلی شم، چې زما د وبلاګ (مجمع دیوانگان) لوستونکي د هېواد د تر ټولو مشهورو اصلاحطلبه ورځپاڼو له شمېر څخه زیات دي.»
«ټولنیزو شبکو فارسي وبلاګ لیکنې ته ډېر خدمتونه کړي»
بل لور ته مې چې له آرمان څخه دا وپوښتل چې آیا فارسي وبلاګ لیکنه د زوال په حال کې ده، داسې ښکاریده چې په دې پوښتنه خفه شو او ویې ویل: «دا خبرې په دې کلونو کې ډېرې تکرارېږي، ګواکې ځینې کسان غواړي ژر تر ژره د وبلاګونو د پای ته رسېدو زنګ ووهي، خو وینو چې لا هم دا کار نه دی شوی.»
هغه مني چې د ټولنیزو شبکو رامنځته کېدلو او پرمختګ، د وبلاګ لیکنې بازار ته ستره ضربه ورکړې ده او حتی په دې باور دی، چې د وبلاګ لیکونکو شمېر په بې ساري ډول کم شوی، خو هغه نننی وبلاګستان داسې تحلیلوي: « زما له نظره، د ټولنیزو شبکو په څېر د غټو سیالانو راڅرګندېدل، وبلاګ لیکنې ته ستر خدمتونه کړي، یو یې د وبلاګ لیکنې تصفیه وه، ځکه چې ډېری کسان وو، چې وبلاګ یې یوازې د لطیفو، لنډو پیغامونو او عکسونو د خپرولو لپاره کاراوه، چې دا ډول کسان ټولنیزو شبکو ته لاړل.»
امیري د ټولنیزو شبکو دویم خدمت داسې بیانوي: «په نننۍ وبلاګ لیکنه کې کاپي کول او بېاساسه ادعاوې کول سخت شوي، ځکه چې پاتې وبلاګ لیکونکي مجبوره دي چې د قوي سیالانو لکه ټولنیزو رسنیو پر وړاندې د بقا لپاره ډېر کار وکړي، خپلې ځانګړتیاوې وښيي او وساتي. دوی باید ډېره مطالعه وکړي، غوره، نوې او اول لاس مطالب برابر کړي، لنډې او دقیقې ليکنې وکړي او له هغو عامو تېروتنو ډډه وکړي چې په ټولنیزو شبکو کې د یو څه ژر شريکېدلو له امله په سرعت خپرېږي.»
هغه باور لري، چې په ټولنیزو شبکو کې سرعت او بېصبري خلک کمحوصله کوي، هلته د بحث او ژور لید لپاره ځای نشته، حال دا چې وبلاګونه یو آرام چاپېریال لري.
امیري د وبلاګستان فضا د یوې آرامې کلیوالې سیمې سره ورته بولي چې له ښاري شور و غوغا لرې خپل کار کوي، چیرې چې لوستونکي د مطالعې کولو لپاره زیات فرصت لري او هر وبلاګ چې لا هم پاتې دی، د ځان لپاره اعتبار او وقار قایل دی او نور خلک هم کولای شي د اعتبار وړ سرچينې په توګه ترې کار واخلي. ټولنیزو شبکو ته ورته نه دی، چیرې چې څوک نه پوهېږي اصلي خبر له کوم ځای راغلی.
هغه په پای کې پایله داسې بیانوي او وايي: «زه غوره ګڼم چې د وبلاګ لیکنې د کموالي پر ځای ووایم چې د وبلاګونو وزن، اعتبار او رول د ټولنیزو شبکو په شتون کې بدل شوی دی.»
گیلاس خانومي: ساده او طنزي لیکنې کوم او هره ورځ څلور زره لوستونکي لرم
د ټولنیزو، سیاسي او رسنیزو فعالانو پر وړاندې چې له وبلاګونو یې کډه کړې او یا لا هم په جدي ډول وبلاګ لیکنې کوي، یوه بله ډله هم شته چې د وبلاګ لیکنې د هماغه پخوانۍ څپې راهیسی یې په ایران کې شتون درلود او لا هم شتون لري او لیکنې کوي. دا ډله ښايي په شمېر کې له ډېرو بدلونونو سره نه وي مخ شوې، یاده ډله ډېر شخصي او عامه لیکنې کوي او خپل ځانګړي لوستونکي لري چې شمېر یې هم لږ نه دی.
«زما یوه موخه دا وه، چې سږ کال اته کیلو وزن کم کړم او خپل وزن ۵۰ کیلو ته ورسوم، دا موخه راته دومره مهمه وه، چې نورې موخې مې پرېښودلې او لاړم هغه ډاکټر ته چې مایی ډېری ستاینې اورېدلې وې...»
دا د هغه کس د لیکنې پیل دی چې په خپل وبلاګ کې ځان گیلاس خانومي معرفي کوي او د خپل بلاګ نوم یې هم گیلاس خانومي هستم ایښی.
هغه د خپلو شخصي مسایلو په اړه، لکه رژیم نیول له کار سره اړوند پېښې او د ژوند ورځني مسائل د کیسې په بڼه بیانوي، د هېواد په روانو مسائلو هم لیکني کوي او د نظرونو په برخه کې له لوستونکو سره د نظرونو تبادله کوي.
«محدثه خالو» د هغې اصلي نوم دی، ۳۳ کلنه ده، د بالیني روان پوهنې د ماسترۍ محصله ده، څو کتابونه یې لیکلي او ژباړنه هم ده، دوه کاله وړاندې د ایران د ښځینه وبلاګ لیکونکو په یوه غونډه کې، د غوره ښځینه وبلاګ لیکونکې په توګه معرفي شوې وه.
هغې شرق پارسي سره مرکه کې ویلي، چې د ۱۳۸۴ کال له چنګاښ میاشتې راهیسې یې وبلاګ لیکنه پیل کړې او اوسمهال هره ورځ درې تر څلور زره مخاطبین لري، که څه هم دا ټول په مستقیم ډول وبلاګ ته سر نه ورښکاره کوي.
د هغې وبلاګ په ایران کې فیلتر شوی او هغه یې هم په لاملونه خبره نه ده او وایي: «تر فیلتر مخکې مې د ورځې حتی اووه زره مخاطبین هم درلودل.»
له هغې مې وپوښتل چې ايا باور لري چې وبلاګ لیکنه په ایران کې کمه شوې، وايي: «پخوا وبلاګ غوره حیثیت درلود، ډېری کسان چې لیکنې یې زما خوښېدې نور لیکنې نه کوي، ډېری هم فیلتر شوي او د دوی د مطالبو د لوستلو لپاره باید له ځینو خنډونو تېر شو، چې دا کار د لیکوال او لوستونکي دواړو انګیزه کموي.»
نو څنګه لا هم په بلاګستان کې پاتې ده؟ هغه وايي: «زه لا هم خپل لوستونکي لرم، هغه کسان چې له ما سره عادت شوي او همداسې سره ژوند کوو. یو ځوان راته وايي، ما چې تاسو پیدا کړئ، د ښوونځي زدهکوونکی وم، اوس لیسانس اخلم او کار کوم، خو لا هم زما لیکنې تعقیبوي.»
له هغې مې د لیکنو د سبک په اړه وپوښتل: «زما د لیکنو لهجه ساده او طنزي ده، لوستونکی خپل دوست ګڼم، لږ بې ډاره یم، لږ شوخه یم، لږ بېخياله یم او ښکاری چې دا د لوستونکو زړونو ته لاره کوي، زما لوستونکي له هر قشره دي، د فلاني شرکت له مدیر نیولې تر دولس کلن ماشوم، میندی، مامور، کسبه ګر، د پوهنتون استاد او ...»
دا ډله وبلاګ لیکونکي چې ډېر کم سیاست ته ورځي او د شخصي یا عامه موضوعاتو په اړه لیکنې کوي، که څه هم له فیلتر سره مخ کېږي، خو تر ډېره په فارسي بلاګستان کې فعاله پاتې دي.
«هغه سونامي چې د بلاګستان له سره تېره شوه»
اباد پور د یو پخوانی وبلاګ لیکونکي او څېړونکي په توګه په دې برخه کې وايي: «وبلاګ په تړلي فضا کې د خبرو لپاره یوه کړکۍ شوې وه، ځینې پېښې وې چې بلاګستان یې تر اغېز لاندې راوست، لکه د ۱۳۸۸ کال انتخابات او زرغون خوځښت. په دې وختونو کې سیاسي فضا پر بلاګونو حاکمه شوه، حال دا چې پخوا فضا شخصي وه، خو کله چې ټولنیزې شبکې راښکاره شوې، نو داسې برېښېده چې دا څپه هم له بلاګستانه تیره شوه.»
هغه زیاتوي: «بلاګستان یو ښار و، چې یو سونامي یې سره ترې تېره شوه او ځینې وبلاګونه یې له ځان سره یوړل، دا فضا لا هم پاتې ده، خو هغه کسان چې شخصي لیکنې کوي، تر ډېره پاتې دي، سیاسي او ټولنیزې فعالیتونه بلې خوا ته تللي دي. بلاګ په اصل کې د دغو فعالیتونو ځای نه و او اوس خپل اصلي ځای ته راګرځېدلی.»
شاید د انټرنټ او کمپیوټر په شتون کې د راتلونکي اټکلول سخت وي، خو آباد پور او امیري دواړه په دې باور دي، چې وبلاګ لیکنه به دوام ومومي، که څه هم آبادپور په دې باور دی چې وړاندوینه ستونزمنه ده، خو امیري وايي: « بېشکه وبلاګونه د سبا ورځې خپلواکې او معتبرې رسنۍ دي، خپلواکه وبلاګ لیکنه یوه اړتیا ده، یو خالي ځای دی، کله چې یوه اړتیا وي، حتماً به څوک وي چې ځواب ورکړي او تل به څوک وي چې بلاګ ولیکي.»
لیکواله: محبوبه خوانساري، شرق پارسي

