شنبه، ۱۳۹۳ د وري ۲۲مه
د ایران د خبریالانو د صنفي ټولنې اړوند موضوعات د ۱۳۹۲ کال د کب میاشتې کې ډیری د یاد هېواد د رسنیو د ګرمو موضوعاتو له ډلې وو، داسې ښکاري چې دا موضوع به په ۱۳۹۳ کال کې هم همداسې د بحث وړ پاتې شي.
د دغې اتحادیې د بیا پرانیستلو پر سر جنجال د ۱۳۹۲ کال تر وروستیو ورځو پورې په داسې حال کې دوام وکړ چې د یادې ټولنې د پرانیستلو مخالفینو هم په ځانګړي ډول د ایران دولتي رسنیو لکه صدا و سیما خپل ټول امکانات کارولي ترڅو د دې ټولنې د بیا فعالېدو مخه ونیسي.
له بل پلوه، د یوولسم دولت د کار وزارت لا هم د دې ټولنې د عمومي غونډې د جوړېدو لپاره کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی، څو د کال وروستۍ ورځې هم بېپایلې تېرې شي.
د ایران د خبریالانو د صنفي ټولنې اړوند موضوعات د ۱۳۹۲ کال د کب میاشتې په ورځو کې ډیری د یاد هېواد د رسنیو د ګرمو موضوعاتو له ډلې وو، داسې ښکاري چې دا موضوع به په ۱۳۹۳ کال کې هم همداسې د بحث وړ پاتې شي.
په حوت میاشت کې د رسنیو څیړنې ښیي چې د اسلامي فرهنګ او ارشاد وزیر علي جنتي د خبریالانو د صنفي ټولنې د وروستي وضعیت په اړه ویلي و: «د اسلامي فرهنګ او ارشاد وزارت او د ملاتړ، کار او ټولنیزې رفاه وزارت د دې اتحادیې د بیا پرانیستلو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.»
د جنتي په وینا، دا ټولنې د محمود احمدينژاد د حکومت اطلاعاتو وزارت په شکایت تړل شوې وه.
هغه په دې بیانولو سره چې د اطلاعاتو وزارت، د اسلامي فرهنګ او ارشاد وزارت او ملاتړ، کار او ټولنیزې رفاه وزارت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی او د اطلاعاتو وزارت د خبریالانو د صنفي ټولنې پر وړاندې خپل شکایت بېرته اخیستی، وویل: «پریکړه شوې چې د خبریالانو د صنفي ټولنې غړي د عمومي غونډې غړي او خپل مدیريتي پلاوی وټاکي.»
په ۱۳۸۸ کال کې د دې ټولنې له تړل کېدو مخکې د خبریالانو د صنفي ټولنې د رئیسه پلاوي له لوري د دې پرېکړې هرکلی وشو، خو یواځې یوه ورځ وروسته، د قضایې قوې د ویاند غلام حسین محسني اژهای په یوه خبري غونډه کې اعلان وشو: «په دې قضیه کې د اطلاعاتو وزارت شکایت کوونکی نه و، بلکې د دغه وزارت د دې اتحادیې ځینې اقدامات مجرمانه ارزیابي کړي وو او ځکه یې قضائیه قوې ته راپور ورکړی و.»
په همدې اساس او د اژهای په اند د اطلاعاتو وزارت نه شي کولای خپل شکایت بېرته واخلي، خو « که چرته هغه کسانو چې له دې وړاندې یې په دې ټولنه کې فعالیت کاوه کار وکړي او د دې ټولنې اساسنامه او همدارنګه د دې ټولنې د فعالیت څرنګوالی له سیاسي څخه یو صنفي فعالیت ته واوړي، د فعالیت پر وړاندې به یې کوم خنډ شتون ونه لري کنه همدارنګه به د دې ټولنې له فعالیت څخه مخنیوی کېږي.»
د کب میاشتې په ۱۷مه، د ارشاد وزارت د اتحادیې د بیا پرانیستلو له هڅو لاس واخیست. د روحاني دولت د ارشاد وزیر علي جنتي د خبریالانو صنفي ټولنې د فعالیت د پیل په برخه کې د خپل وروستي دریځ په اړه وویل: «په دې اړه پرېکړه د اجرائیه قوې کار نه دی، بلکې باید قضایي ارګان د قضیې ارزونه او پرېکړه وکړي.» پر همدې بنسټ هغه ډول چې وړاندوینه کېده، له يوې اونۍ فشارونو او د ارشاد پر وزیر سخت دریځه محافظه پالو له حملې وروسته، هغه خپل دریځ بدل کړ.
د همدې پېښو په دوام د کب په ۲۵مه، ځینو اصولپاله رسنیو حسن روحاني ته ۱۲۸۰ خبریالانو او ورځ پاڼه لیکونکو ته یو منسوب شوی لیک خپور کړ چې پکې غوښتل شوي وو، څو د یادې ټولنې د بیا پرانیستلو مخنیوی وشي.
د کب په ۲۶مه د صنفي ټولنې د مدیریتي پلاوي غړي او د مطبوعاتو د ازادۍ څخه د دفاع ټولنې غړي ماشالله شمس الواعظین دې لیک ته په غبرګون کې وویل: « ډاډه و اوسئ چې یو ورځ پانه ليکونکی هېڅ کله نه لیکي چې ټولنه دې نه خلاصېږي، ډاډه یم چې دا کسان ورځ پاڼه لیکونکي نه دي.»
ورته مهال ځیني کسانو چې نومونه یې په دې لیک کې خپاره شوي ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې، داسې لیک یې نه دی لاسلیک کړی، د دې راپور پر بنسټ هغوی ته ژمنه ورکړل شوې چې نومونه به یې له دې لیک څخه لرې شي.
له بلې خوا د خبریالانو د صنفي ټولنې مدیر بدرالسادات مفیدي د کب په ۲۸مه نېټه په ۱۳۹۲ کې د صنفي ټولنې په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل: « د خبریالانو صنفي ټولنې د ټاکنیزې ټولنې د جوړولو لپاره د کار وزارت د مسؤولینو ځواب ته په تمه یو.»
په همدې موده کې، دولتي تلویزیون او اصولپالو رسنیو لکه فارس، تسنیم، باشگاه خبرنگاران او نورو د پارلمان استازو او محافظهکارو څېرو سره مرکې کړي، څو د یادې ټولنې د بیا فعالېدو مخه ونیسي او د دې ټولنې موضوع د صنفي بحثونو تر ټولو مهم بحث وګرځوي.
که د حسن روحاني د انتخاباتي بریا ژمنو ته وګرځو، د ۱۳۹۲ د دوبي په لومړیو کې د هغه لومړۍ خبري ناستې ته رسېږو چې پکې د شرق ورځپاڼې خبریال وویل: «په تېرو کلونو کې د ایران خبریالانو ډېر سخت وختونه تېر کړي او یوازینۍ د هیلو کور یې ( د خبریالانو صنفي ټولنه ) لا هم تړلې پاتې دی. ښاغلی روحاني تاسو هیلې بېرته ایران ته راوګرځوئ او د خبریالانو هیله داده چې زموږ یوازینۍ هیله د خبریالانو ټولنې بېرته راوګرځوئ.»
روحاني په ځواب کې وویل: «زه په دې باور یم چې نه یوازې د خبریالانو دا ټولنه، بلکې نورې ټولنې هم د قانون پر بنسټ فعالې کړو، ځکه چې دا صنفي ټولنې د ټولنې د ستونزو د حل تر ټولو غوره لاره ده او د ټولنیزو مسائلو د ادارې دنده به باید د خپله صنفونو او حرفهای او صنفي ټولنو ته راوګرځي، پر همدې بنسټ به په دې برخه کې خپله ټوله هڅه وکړم.»
له دې خبري ناستې یوه ورځ مخکې، د ایران د خبریالانو د صنفي ټولنې له خوا یو پرانیستی لیک د دغه هېواد نوي ولسمشر حسن روحاني ته خپور شوی و، چې پکې یې د حسن روحاني له لوري د یادې ټولنې د بیا فعالېدو غوښتنه شوې وه، په تېرې سلواغې میاشت کې نږدې ۱۲۰۰ خبریالانو د یادې ټولنې د پرانیستلو په موخه ولسمشر ته یو بل لیک هم لیکلی وو، خو تر اوسه پورې د دې موضوع په تړاو هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
« د ټولنې په اړه هغه ژمنې چې په یوه یې هم وفا ونشوه»
د دې مقاومتونو لامل څه دی؟ د دې ټولو مخالفتونو سره سره، د خبریالانو د ټولنې د نه پرانیستلو پړ څوک دی؟ او د ۱۳۹۳ لمریز کال لپاره د خبریالانو د صنفي ټولنې راتلونکی پلان څه دی؟
یوې پخوانۍ خبریاله مینو بدیعي چې کلونه یې په ایراني رسنیو کې کار کړی، شرق پارسي ورځپاڼې سره خبرو کې وایي: «زما ارزونه دا ده چې د حسن روحاني حکومت په مهارت او چالاکۍ سره د خبریالانو له اتحادیې سره لوبه کوي او داسې ژمنې ورکوي چې هېڅ یوه یې نه پوره کوي.»
هغه په دې موضوع کې خپل دلایل په څو سوالونو داسې تشريح کوي:
« که قضائيه قوه یا د اطلاعاتو وزارت خپل شکایت بېرته اخیستی وي، نو ولې لا هم د لوی څارنوال په امر د ټولنې اصلي دفتر، نه د ملاتړی دفتر تړلی پاتې دی؟ بله مسئله دا ده چې درې وزارتونه اطلاعات، کار او ټولنیزو چارو او د ارشاد وزارت د لوبې توب د یو بل میدان ته اچوي.»
دا خبریاله په نیوکه کوونکي بڼه وایي:
« د خبریالانو د ټولنې د مدیریتي پلاوي غړی او حقوقپوه ښاغلی نوروزي ویلي، چې اصلي پړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر غاړه ده، ځکه د دغه وزارت وزیر هم له پخوا یو امنیتي کس پاتې شوی، نو ښه ده چې ټولې ستونزې پر همدې وزارت ورواچول شي.»
هغه همداراز پر خپلو معلوماتو تکیه کوي:
«زه بشپړ باور لرم چې د اسلامي فرهنګ او ارشاد وزارت او د هغه مطبوعاتي مرستیالي نه غواړي چې دا ټولنه پرانیستل شي او معاون مرستیال یې د وړو او جزئي ټولنو لوري ته تللی دی او غواړي چې هغوی رابرسېره کړي.»
بديعي په داسې حال کې د ارشاد وزارت مطبوعاتي مرستیال حسین انتظامي ته اشاره کوي چې په دې وروستیو کې څه باندې ۴۰۰ خبریالانو په لاسلیک د یاد مرستیال، څخه په نیوکه یو لیک خپور شو.
دا خبریاله د سینما خونو او صنفي ټولنو په پرتله کولو کې خپله بله شبهه ټاکي او وایي: « زما بل دلیل دادی چې څنګه سينما خونې پرانیستل شوې او ستونزه یې نه درلوده په داسې حال کې چې د صنفي ټولنې د خلاصولو لپاره بهانې ډیرې دي؟»
بدیعي باور لري که فشار راوړونکي ډلې دومره ځواکمنې وي چې له خلکو څخه (که خبر وي یا نه) لاسلیکونه راټولوي، نو دا ښيي چې بند ساتوونکی اړخ ډېر پیاوړی دی، زما په اند روحاني هم د اصولپالو له اړخه د ملاتړ لپاره کوښښ کوي او تر اوسه یې داسې چلند کړی چې نه سیخ وسوځي او نه کباب.
«واکمن اقتدار غوښتونکي د مدني ټولنې د پراختیا مخه ډب کوي»
په داسې حال کې چې بدیعي د دولت پر وړاندې سخت نیوکه کوونکی دریځ لري، بل خبریال مرتضی کاظمیان له بلې زاویې موضوع ته ګوري. هغه د خبرنگاران ایران وېبسایټ سره په مرکه کې ویلي:
«واکمن اقتدار غوښتونکي، چې د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو غیرمنتظره پایلې له لاسه ورکړې، اوس هڅه کوي چې له هرې وسیلې او حیلی کار واخلي څو د مدني ټولنې د پیاوړتیا مخه ونیسي، د روحاني د اعتدالپاله حکومت راتګ یو فرصت رامنځته کړی، له همدې اړخه دی د سیاسي او مدني فعالینو او خبریالانو له ګواښ او نیونې، نیولې تر د خپلواکو مطبوعاتو بندولو او د مجهوله او موازي ټولنو له ملاتړ نیولې تر تهمت خپرونو او د ایران مدني ټولنې پر حقیقي او حقوقي شخصيتونو د غیر اخلاقي او غیر قانوني تهمتونو پورې کولو پورې، له هېڅ کاره درېغ نکوي.»
کاظمیان د خبریالانو د صنفي ټولنې بېرته پرانیستل د اجرائيه قوې جدي ارادې او همداراز، د ازادو او خپلواکو خبریالانو دوامداره هڅو پورې مشروطه ګڼي:
«د دموکراسۍ لاره، لکه څنګه چې ماندیلا ویلي، ستونزمنه ده. د ایران دموکراتیک کېدل ځانګړي خنډونه سره مخ دی او د هغې تعقیب نه یوازې زغم، عقل او تدبیر غواړي، بلکې په کې وېره او نا هیلي ځای نه لري.»
بله پوښتنه چې له بدیعي مې وپوښتله دا وه چې آیا فکر کوي د خبریالانو ټولنه به په ۱۳۹۳ کال کې پرانیستل شي؟ هغې وویل:
«زه باور لرم چې د خبریالانو صنفي ټولنه په راتلونکي کال کې بېرته نه خلاصېږي. هغوی به کوچنۍ ټولنې جوړې کړي او هغه د خپل سیوري لاندې راولي.»
هغه په بدبینانه ژبه وایي:
« د روحاني حکومت حتی اسمان ورته ورځپاڼې زغم نه درلود، نه د بهار او نه د نورو خپلواکو ورځپاڼو، مطبوعاتي فعالیتونه په جدي ډول محدود شوي، نو داسې شرایطو کې څنګه ممکنه ده چې صنفي اتحادیه بېرته پرانیستل شي؟، مګر دا چې ډېری سیاستونه بدل شي.»
په ایران کې رسنیزې صنفي ټولنې د ۹۳ کلونو سابقې په درلودلو سره
په ایران کې د «انجمن مطبوعات تهران» تر سرلیک لاندې د خبریالانو لومړنۍ صنفي ټولنې له جوړېدو ۹۳ کاله کېږي، خو په دې کلونو کې سیاست تل پر دغو اتحادیو سیوری اچولی او د بېلابېلو پلمو له امله ضبط، بندې او یا مهرلاک شوې.
له انقلاب وروسته، د خبریالانو صنفي اتحادیه هغه وخت رامنځته شوه چې د نن ورځ په څېر دومره رسنۍ نه وې. په ۱۳۷۷ کال کې یو شمېر خبریالانو او لیکوالانو هڅه وکړه چې د انقلاب څخه وړاندې د لیکوالانو او خبریالانو زړه سندیکا را ژوندی کړي، دا فکر حاکم شو چې باید د مطبوعاتو او غړیو د صنفي حقونو لپاره نوی بنسټ جوړ شي چې وروسته بیا د خبریالانو د صنفي ټولنې په نوم وپېژندل شوه.
دا اتحادیه له ۴۰۰۰ زیاتو غړو په درلودلو سره، له مهمو مدني بنسټونو څخه ګڼل کېده. د مدیرتي پلاوي غړي يې د عمومي مجمع له لوري د درې کلونو لپاره ټاکل کېدل.
په وروستي دوره کې، علي مزروعی د رئیس، ماشاءالله شمسالواعظین د مرستیال او بدرالسادات مفیدي د مدیر دنده لرله.
خو د ۱۳۸۷ کال په چنګاښ مياشت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه لیک کې د خبریالانو صنفي ټولنه د منحل کېدو وړ وبلله او وروسته بیا د ۱۳۸۸ کال په زمري میاشت کې د ټاکنیزو ګډوډیو پر مهال، کله چې ګڼ شمېر خبریالان نیول شوي وو، د تهران څارنوال سعید مرتضوي د ټولنې د دفتر د تړلو امر وکړ.
اوس ایرانی خبریالان د ۱۳۹۳ لمریز کال په تمه دي، څو معلومه شي چې ایا د ګڼو صنفي ستونزو سره سره چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي صنفي ټولنه خلاصېږي کنه ترڅو د دوی وړې او لویې ستونزې حل شي.
محبوبه خوانساري – شرق پارسي (د الشرق الاوسط فارسي نسخه)

