کابل، ۱۳۹۱ د تلې ۵مه
د ایران پرستيوي تلویزیون خبریال په سوریه کې د یوې چاودنې د خبري پوښښ پر مهال ووژل شو او د عربي ژبې العالم تلویزیون د دفتر رئیس هم په دغه پېښه کې ټپي شو.
د العربیه تلویزیون د راپور له مخې دا پېښه د تلې په ۵مه د چهارشنبې په سهار په دمشق ښار کې رامنځته شوه.
العربیه ویلي، چې د پرس ټي وي خبریال د سوریې د پوځ د عمومي قرارګاه شاؤخوا ځای پر ځای شویو «نښان ویشتونکو» لخوا په نښه شوی دی.
د راپورونو له مخې، د پرستيوي خبریال مایا ناصر سمدستي خپل ژوند له لاسه ورکړی او د العالم تلویزیون د دفتر رئیس مرتضی حسین د سوریې د حکومت د وسلهوالو مخالفینو په برید کې ټپي شوی دی.
د انګلیسي ژبې پرس پي وي او د عربي ژبې العالم تلویزیون د ایران د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي.
د سوریې د حکومت مخالفین دغه دواړه ایراني شبکې پر دې تورنوي چې د سوریایي ولس د وژنو خبرونه پټوي، د اسد رژیم ملاتړ کوي او د روانو پېښو په اړه ناسم راپورونه خپروي.

