
۱۴۰۰ د سلواغې ۱۷
تهران – د « رکنا» خبري اژانس د یوه خبریال لهخوا د خاوند له لوري د یوې ځوانې مېرمنې د وژنې ویډیو له خپرولو وروسته، د ایران پر مطبوعاتو د څار پلاوي د یادې رسنۍ فعالیت د بندېدو امر وکړ.
د ایران د زده کړیالانو خبري اژانس (ایسنا) راپور ورکړی چې پر مطبوعاتو د څار پلاوي نن په یوې فوقالعاده ناسته کې د رکنا خبري اژانس له لوري د وروستیو انځورونو « په اهواز کې د خپل خاوند له لوري د یوې ۱۷ کلنه ناوې د وژل کېدو» د خپرولو کړنه تر څیړنې لاندې ونیوله.
دغه پېښه وړمه ورځ د ایران د خوزستان ولایت په اهواز ښار کې شوې وه، چې د وژل شوې مېرمنې خاوند د هغې پرې شوی سر د ښار په یوه میدان کې خلکو ته ښودلی و، د ایران پولیسو اعلان کړی چې د دې قتل عاملین « د مېرمنې خاوند او د خاوند ورور» نیول شوي دي.
په غونډه کې پر مطبوعاتو د څار پلاوي پرېکړه وکړه چې د «منکر خپرولو»، د «عامه عفت خلاف انځورونو» د خپرولو له امله، چې د خلکو احساسات یې ژوبل کړي، د ټولنیز امنیت فضا ګډې ودې ښودلو او د خلکو د برحقو غوښتنو پر بنسټ، د مطبوعاتو د قانون د شپږمې مادې د دوهم بند او د دولسمې مادې د تبصرې له مخې دې د رکنا خبري اژانس فعالیت ودرول شي.
په راپور کې همداراز پر مطبوعاتو د څار پلاوي امر کړی، څو د رکنا رسنۍ دوسیه د مطبوعاتو محکمې ته ولېږل شي.

