په ایران کې لږ تر لږه ۳۲ خبریالانو او رسنیزو فعالانو د کرونا له امله خپل ژوند‌ له لاسه ورکړی

۱۴۰۰ د‌ غبرګولي ۴

کابل – په ایران هېواد کې د کرونا ویروس د عامېدو له پیل راهیسې، په څه باندې تېر یو نیم کال کې، لږ تر لږه ۳۲ تنه خبریالانو او رسنیزو فعالانو د کرونا ویروس څخه راپورته شویو عوارضو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د کرونا ویروس ډېری اخته کسان او قربانیان یې لرل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د موندنو له مخې، د ۱۳۹۸ د کب میاشتې څخه د ۱۴۰۰ د غویي میاشتې پورې، په ایران کې لږ تر لږه ۳۲ تنو فعالو او تجربه لرونکو خبریالانو او رسنیزو فعالانو د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. د ایران د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې په یاده موده کې څه باندې ۷۷ زره ۴۱۵ کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، دغه راپور همداراز په کرونا اخته شویو کسانو ټولیز شمېر ۲ میلیونه او ۷۷۹ زره او ۴۱۵ تنه اعلان کړی دی.

د ایران د رسنیزې ټولنې د قربانیانو لړلیک:

1. د ایران(ملی) تلویزیون هفت شبکې د عمومي زده کړو مدیر، تهران، ۱۳۹۸ د کب ۲۳

۲.د ایران تلویزیون د قرآن او معارف شبکې د خپرونو مدیر حسن حاتم خواني، ۱۳۹۹ د غویي ۱۰

۳.د جام جم ورځپاڼې مسؤول مدیر، روح الله رجایي، ۳۹، تهران، ۱۳۹۹ د چنګاښ ۳۰

۴. تجربه‌لرونکی خبریال، ابراهیم امین‌زاده، تبریز، ۱۳۹۹ د وږي ۳

۵.د سپهرغرب ورځپاڼې مرستیال مسؤول مدیر، مهدي کاشي، ۳۴، همدان، ۱۳۹۹ د زمري ۶

۶.د رادیو تهران او ملي تلویزیون ۵ شبکې پخوانی مدیر، محمد حسين حرمي، تهران، ۱۳۹۹ د وږي ۲۹

۷.د سیما اجرایي مشاور او د شبکې یک دفتر مدیر، فخرالدین عبادتي، تهران، ۱۳۹۹ د تلې ۲

۸.ورزشي خبریال، رضا رشیدي نسب، ۶۳، اهواز، ۱۳۹۹ د تلې ۳

۹.د کرمانشاه رادیو ویاند، غلام رضا جنشیدي، ۵۰، کرمانشاه، ۱۳۹۹ د تلې ۷

۱۰.د مرزهای بیکران فضا مجلې رئیس، سیروس برزو، ۶۷، کرمان، ۱۳۹۹ د تلې ۱۳

۱۱. د مستند فلم جوړونکی او د ملي تلویزیون پخوانی ویاند، اکبر عالمي، ۷۵، تهران، ۲۲ میزان ۱۳۹۹ د تلې ۲۲

۱۲.د آذربایجان بیدار اونیزې رئیس، مهدي قلي رشیدي، ارومیه، ۱۳۹۹ د تلې ۲۷

۱۳.د ملي تلویزیون ویاند، فرامرز امیني، تهران، ۱۳۹۹ د تلې ۲۸

۱۴.د همشهري ورځپاڼې کارتونیست، محمد رضا اکبري، تهران، ۱۳۹۹ د لړم ۲

۱۵.د آبشار ورځپاڼې مسؤول مدیر، حیدر نویدي، ارومیه، ۱۳۹۹ د لړم ۳

۱۶.تجربه‌لرونکی خبریال، سید سیاوش حسیني، ۶۰، کرمانشاه، ۱۳۹۹ د لړم ۱۱

۱۷.د ځوانو خبریالانو کلب خبري عکاس، امید ولد بیګي، ایلام، ۱۳۹۹ د لړم ۱۸

۱۸.د ایران رادیو ویاند، محمد حسين نورشاهي، تهران، ۱۳۹۹ د لړم ۲۰

۱۹.د صدا و سیما ( ملي راډیو او تلویزیون) خبریال، مرتضی محیطي، لاهیجان، ۱۳۹۹ د لړم ۲۹

۲۰.د تیتر آخر ویب‌سایټ مدیر، پژمان مهدوي فر، ۴۵، ایلام، ۱۳۹۹ د لړم ۲۹

۲۱.ازاد خبریال، مرتضی حداد، قزوین، ۱۳۹۹ د ليندۍ ۵

۲۲.د کرمان رادیو ویانده، بتول اریایي، کرمان، ۱۳۹۹ د ليندۍ ۱۲

۲۳.تجربه لرونکی ورځ پاڼه لیکونکی او خبریال، محمد رضا حسن بیګي، ۶۹، تهران، ۱۳۹۹ د سلواغې ۱

۲۴.ازاد خبریال، علي اکرمي، ۴۳، تهران، ۱۳۹۹ د کب ۱۰

۲۵.د فارس خبري آژانس د سهار شفت رئیس، عبدالله سید احمدي زاویه، تهران، ۱۴۰۰ د کب ۴

۲۶.د صدا و سیما د تولید مدیر، شهریار باقري نژاد، شیراز، ۱۴۰۰ د وري ۸

۲۷.د علم و صنعت فصلنامه، علي بهزاد تهران، ۱۴۰۰ د وري ۲۰

۲۸.د ایرنا خبریال، علي حیدر شاه حسیني، ۵۶، اراک، ۱۴۰۰ د وري ۲۰

۲۹.د ملي تلویزیون د ماشومانو د خپرونو جوړونکی، حميد علي زاده، تهران، ۱۴۰۰ د غویي ۵

۳۰.مطبوعاتي عکاس، مصطفی حضرتي، ۷۴، تهران، ۱۴۰۰ د غویي ۱۵

۳۱.د صدا و سیما ویاند، حبیب شهري، تبریز، ۱۴۰۰ د غویي ۲۰

۳۲.د ملي تلویزیون د روغتیایي پروګرامونو ویاند، امیر نظري، ۴۰، تهران، ۱۴۰۰ د غویي ۲۸

د سویس هېواد په ژنو کې مېشت غیر دولتي بنسټ «مطبوعاتي کمپاین نښان» د وروستي راپور له مخې، د ۱۳۹۸ د کب میاشتې څخه د ۱۴۰۰ د غویي میاشتې پورې، په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱۳۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. د افغانستان د خبریالانو د مرکز معلومات ښيي، چې په افغانستان کې هم تر دې دمه لږ تر لږه ۹ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.