طاهر قادري د «له کابله تر لندنه له شکسپیر سره» مستند د یوتل‌ست جایزه وګټله

طاهر قادري د «له کابله تر لندنه له شکسپیر سره» مستند د یوتل‌ست جایزه وګټله

کابل، ۱۳۹۱ د لیندۍ ۱۱مه

د بی‌بی‌سی فارسي تلویزیون مستند «له کابله تر لندنه له شکسپیر سره» چې د طاهر قادري له خوا جوړ شوی و، د روان کال د یوتل‌ست د غوره پروګرام جایزه ترلاسه کړه.

د بی‌بی‌سي د راپور له مخې، له ۱۰۰ زیاتې نړیوالې شبکې د یوتل‌ست په نړیوالو جایزو کې، چې دایټالیا په وینیز ښار کې ترسره شوې، په اتو برخو کې سره سیالې وې. د خپلواکو کارپوهانو یوه ډله د خبر، مستند، سینما، موسیقي، ماشومانو او ورزشي پروګرامونو په برخو کې غوره کانالونه وټاکل.

په دې کال کې د غوره پروګرام په برخه کې، د بی‌بی‌سي فارسي مستند، د روسیې «راپنفو» شبکې او د ایټالیا پنځه شبکې وروستي پړاو ته لار وموندله، خو له دې ډلې څخه د داورانو په رایو سره «له کابله تر لندنه له شکسپیر سره» مستند د کال غوره مستند پروګرام وپېژندل شو.

دا مستند چې طاهر قادري جوړ کړی او هریت شاکراس یې کارگرداني کړې، د لسو افغان اداکارانو کیسه بیانوي. دا هنرمندان په کابل کې وټاکل شول، د هند په بنګلور کې یې تمرینونه وکړل او له ګڼو ستونزو وروسته بلاخره په اپریل میاشت کې د شکسپیر کمدي تېروتنو نمایش نامه یې د لندن تاریخي «ګلوب» تیاتر کې نندارې ته وړاندې کړ.

د بی‌بی‌سي فارسي څانګې رئیس صادق صبا او د دې مستند چمتوکوونکي طاهر قادري په وینیز ښار کې د جایزو د ورکړې په مراسمو کې ګډون وکړ او دغه جایزه یې واخیسته.

طاهر قادري د فلم د جوړولو له سختیو یادونه کوي:

«موږ دا فلم له یوه ستر ټیم سره د څو میاشتو په ترڅ کې جوړ کړ. د کابل له واورو ډکو واورینو ورځو کې فلم‌برداري او بیا په هند کې له ۴۰ درجې څخه په لوړې تودوخې کې تمرینونه او فلمبرداري کول، له ننګونو خالي نه و. خو په دې ډېر خوښ یم چې داورانو زما مستند د کال غوره پروګرام وباله.»

د داورانو له ډلې څخه سایمون البري، د جایزو د ورکړې په مراسمو کې وویل:

«هیڅ شک نشته چې ۲۰۱۲ یو تاریخي او له پېښو ډک کال و. د پروګرامونو انتخاب ډېر ستونزمن و، خو موږ له غوره پروګرامونو څخه د خورا غوره پروګرام ټاکنه د جوړښت او مسلکي‌توب پر بنسټ وکړه.»