داوود اعظمي د اروپا د څلوېښتو «تر څلوېښت کلونو ځوانو» مشرانو له ډلې څخه غوره شو

کابل، ۱۳۹۱ د ليندۍ ۲مه

د اروپا د ځوانو مشرانو پروګرام له لوري چې «څلوېښت تر څلوېښتو کلونو ځوان» په نوم یادېږي، داوود اعظمي یې د ۲۰۱۲ کال لپاره د دې اتحادیې یو له څلوېښتو ځوانانو څخه غوره کړی دی.

دا په خپل ډول کې لومړنۍ برنامه ده چې د یادې لویې وچې له دېرشو او څلوېښتو کلونو  ترمنځ د غوره او ځلانده څلوېښتو فکرونو د پېژندنې لپاره هر کال د اروپایی کمیسیون له خوا په لاره اچول کېږي.

داوود اعظمي له دې وړاندې هم ګڼ شمېر ملي او نړیوالې جایزې ترلاسه کړې وې. هغه په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د «علامه طرزي» جایزه او د BBC ستره نړیواله جایزه Global Reith Award for Outstanding Contribution هم وګټله.

همداراز په ۲۰۱۱ کال کې د اقتصاد نړیوال کنفرانس چې په سویس کې جوړ شوی و، اعظمي ته د Young Global Leader (YGL) of the year جایزه ورکړې وه.

داوود اعظمي چې په اصل کې د افغانستان دی، په ۱۹۹۸ کال کې یې د BBC رادیو لپاره د افغانستان د خبریال په توګه کار پیل کړ او په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې په کابل کې د BBC د دفتر د مشر په توګه دنده پر غاړه درلوده.

دا وړ ځوان په حقوقو، نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې درې لیسانسه او درې ماستري لري او دا مهال د BBC نړیوالې څانګې د لوړپوړي خبریال په توګه کار کوي او هم‌مهاله د بریتانیا د ویست مینستر پوهنتون استاد هم دی.