
خالد المسلم، د قطري تلویزیون انځور اخیستونکی او خبریال، چې په یاد هېواد کې د نړیوال جام پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړ
۱۴۰۱ د ليندۍ ۲۱
یو بل خبریال هم د قطر د فوټبال نړیوال جام د سیالیو د پوښښ پر مهال «په ناڅاپي ډول» خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د راډیو فردا د راپور له مخې، د قطر د «الکاس» تلوېزیون عکاس او خبریال خالد المسلم د امریکايي ورزشي خبریال ګرنټ وال له مړینې څه هم یوه ورځ وروسته، ومړ.
د ښاغلي المسلم د مړینې لامل په اړه تر اوسه څه نه دي خپاره شوي.
ګرنټ وال د شنبې په ورځ د ليندۍ میاشتې په ۱۹مه، د ارژانتین او هالنډ د ملي لوبډلو د سیالۍ د راپور ورکولو پر مهال بېهوښه شو او وروسته له دې چې روغتون ته ولېږدول شو خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
قطري رسنیو د هغه د مړینې لامل د زړه حمله بللی، خو د هغه ورور ویلي چې د یو شمېر ګواښونو په پام کې نیولو سره احتمال لري چې یاد خبریال وژل شوی وي.
کړنټ وال په قطر کې د نړیوال جام د سیالیو د جوړېدو له مخالفینو څخه و او وړاندې یې د دغو لوبو د تنظیم په څرنګوالي نیوکې کړې وې.
نوموړي همداراز د دې سیالیو د ګروپي پړاو پر مهال د امریکا او وېلز د لوبډلو د سیالۍ لیدلو ته د جنسي اقلیتونو د ملاتړ په موخه په یوه رنګینکماني ټيشرټ کې د لوبغالي دروازې ته ورغلی و، خو د قطر امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې وه، چې یاده پېښه د رسنیو په خبري سوژې بدله شوه.

