
۱۴۰۱ د کب ۱
تهران – د ایران پر مطبوعاتو د څارنې پلاوي نن په یوه ناسته کې د سازندګی اصلاحپاله ورځپاڼه په نشراتي سرغړونو او د عامه ذهنیت ګډوډولو تورنه کړه او د دې ورځپاڼې د فعالیت بندولو پرېکړه یې صادر کړه.
د دانشجو خبري اژانس د راپور له مخې، پر مطبوعاتو د څار پلاوي د نولسم پړاو په اوومه ناسته کې چې نن دوشنبه (د کب ۱) د غړو په شتون ترسره شوه، د مطبوعاتو د قانون د شپږمې مادې له یوولسم بند او د دوهمې تبصرې د پنځمې مادې څخه د سازندګي ورځپانې د سرغړونې بحث مطرح شو.
په راپور کې ویل شوي، د دې پلاوي د تخنیکي او مسلکي ارزونو پر بنسټ او د تیرو میاشتو په ترڅ کې د واقعیت خلاف مطالبو خپرولو او د خلکو ذهنیت ګډوډولو له امله، د سازندګی ورځپاڼې د فعالیت بندولو ته رايه ورکړه.
د تهران پخوانی ښاروال، د دې ورځپاڼې پانګوال او مسؤول مدیر غلامحسین کرباسچی دی او د کارگزاران سازندګي د اصلاحپال ګوند نظریات خپروي.
د حکومت ضد لاریونونو له ترسره کېدو وروسته، ډېرې رسنۍ او خبریالان په ایران کې د پیښو د پوښښ د څرنګوالي له کبله تر سختو فشارونو لاندې راغلل او لسګونه خبریالان ونیول شول.

