مسکو، ۱۳۹۰ د وري ۲۱
د عادي وګړو او يا ځانګړو ډلو له لوري، د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د مېشتو افغانانو پر مطبوعاتي ټولنې فشارونه او ګواښونه اوس په یو عادي کار تبدیل شوي دي.
د افغان کډوالو لپاره د منظم تشکیلاتي جوړښت نهشتون، د هغوی پر ګټو منفي سیوری اچولی او د يوې ټولنې د مشرتابه پر سر د انفرادي او داخلي سیالیو دوام اوس په روسیه کې مېشتو افغانانو پر مطبوعاتي ټولنې هم اغیز غورځولی دی.
په روسیه کې د مېشتو افغان خبریالانو ټولنه لږ تر لږه ۱۴ تنو ته رسېږي، چې په رسمي ډول له روسي او نړیوالو رسنیو سره د خبریال یا د رسنیز همکار په توګه رسمي کار کوي.
د تېر یو کال راهیسې پر دې ټولنه فشارونه او ګواښونه په بېلابېلو بڼو زیات شوي دي، چې تازه بېلګه یې زحل سرحد ده، هغه د « د روسیې غږ راډیو» خبریاله او د «افغانستان.رو خبري وېبپاڼې» همکاره ده او د دې وروستیو ګواښونو او ناوړه چلند ښکار شوې ده.
اوس مهال په مسکو کې د افغان خبریالانو لږ تر لږه څلور ټولنې او بنسټونه فعال دي، سربېره پر دې ورته ادارې په نورو روسي ښارونو کې هم فعالیت لري.
زحل سرحد د افغانستان د خبریالانو له مرکز سره په خبرو کې وویل، چې د ۱۳۸۹ کال د سلواغې میاشتې په ۲۰مه ( د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ ۹مه) یې د مسکو د سواستوپول هوټل کې د روسیې مېشتو افغان مېرمنو د کمیټې د جوړېدو په اړه یو راپور په رادیو او افغانستان رو ويب پاڼو کې خپور شو.
د هغې په وینا، د دې راپور او انځورونو له خپرېدو وروسته، یو کس د «په روسیه کې د افغانانو د سراسري ټولنې» په استازیتوب ورته زنګ وواهه او غوښتنه یې وکړه، چې دا انځورونه دې له پاڼې لرې کړي.
زحل سرحد زیاته کړه، چې تر هغې وروسته یادو دوو بنسټونو د کب په ۱۶مه او ۱۷مه د ښځو د نړیوالې ورځې او ۱۳۹۰ کال د نوروز په مناسبت په جلا جلا ډول محفلونه جوړ کړل، چې بیایې راپورونه او انځورونه هم خپاره شول.
د روسیې فارسي رادیو خبریالې زیاته کړه چې په دې دوو مواردو کې هم ځانګړو کسانو ورسره اړیکه ونیوله او هغې ته یې د سپکاوي ترڅنګ نامناسب الفاظ وکارول او ویې ګواښله.
زحل سرحد وايي، دغو کسانو پر دې نیوکه لرله چې ولې یې د دواړو ادارو راپورونه په یوه وخت کې خپاره کړي او له دې څخه یې د دوی ترمنځ د سیالۍ او اختلاف څرګندونه کړې ده او د مطالبو او انځورونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې وه.
همداراز، د افغانستان د معاصرو مطالعاتو مرکز او د افغانستان.رو خبري وېبپاڼې مدیر د افغانستان د خبریالانو له مرکز سره په خبرو کې وویل، چې یاده ویب پاڼه تر دا مهاله درې ځله تر فشار او ګواښ لاندې راغلې ده.
هغه د دغې وضعیت څخه په اندېښنې وویل: «تر دې دمه ځانګړو کسانو د افغانستان رو مدیریت سره اړيکه نیولې او د ځینې راپورونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې.»
نثار وایي، اوس د روسیې مېشتو افغانانو د مشرتابه پر سر سیالي نوې مرحلې ته رسېدلې، خو ځینې کسان هڅه کوي چې له رسنیو څخه د خپلو شخصي او ډلهییزو ګټو لپاره کار واخلي او پرې فشار راوړي.
عمر نثار وویل، چې دوی تر اوسه د فردي یا ډلهییزو فشارونو پر وړاندې تسلیم شوي نهدي او هوډ لري چې خپل مسلکي رسالت وساتي او د حقایقو خپرولو ته دوام ورکړي.

