احمد زید ابادي د یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ جایزه وګټله

احمد زید ابادي د یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ جایزه وګټله

کابل، پنج‌شنبه، ۱۳۹۰ د وري ۱۸

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ایراني خبریال او سیاسي بندي احمد زید ابادي، د ۲۰۱۱ کال د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې جایزې ګټونکی اعلان کړ.

د یونسکو رسمي ویب‌پاڼې کې د خپرې شوې بیانیې له مخې، دغه پرېکړه د ۱۲ تنه نړیوالو خپلواکو رسنیزو کارپوهانو پلاوي له لوري شوې ده.

د یونسکو ويب پاڼې د جایزې د ارزونې پلاوي مشر دیانا سنگور له قوله ویلي، چې دا جایزه «ډیموکراسۍ، بشري حقونو، زغم او انسانیت» ته د ښاغلي زید ابادي « د استثنایي زړورتیا، استقامت او ژمنتیا» د درناوي لپاره ورکول کېږي.

د یونسکو سازمان رئیس ایرینا بوکووا هم د مطبوعاتو ازادۍ او بیان ازادۍ په برخه کې د ښاغلي زید ابادي د «زړورتیا» او «بې‌وقفې فعالیتونو» قدردانی وکړ او ویې ویل: «د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په درشل کې او د زید ابادي د روغتیا په اړه د نړیوالو داورانو پلاوي اندېښنو ته په کتو، له ایراني چارواکو غواړم چې ښاغلی زید ابادي ازاد کړي.»

تمه ده چې د یونسکو «ګیګرموکانو» جایزه، چې ۲۵ زره ډالره نغدي مرسته‌ پکې شامله ده، د روان کال د غویي میاشتې پر ۱۳مه (د مې پر ۳مه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره سم ورکړل شي.

احمد زید ابادي، چې په ۱۳۷۹ هجري لمریز کال کې د ایران د نظام پر ضد د تبلیغ، د عامه اذهانو مغشوشولو او د اسلامي نظام پر ضد د اقدام په تور نیول شوی و، ۱۳ میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې وې، د ۱۳۸۸ کال د غبرګولي پر ۲۲مه، د ایران د لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو وروسته ونیول شو.

نوموړی وروسته د تهران د انقلاب محکمې لخوا، په شپږ کاله زندان، د خراسان جنوبي ولایت ګناباد ښار ته په پنځه کاله تبعید او د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو څخه پر دایمي محرومیت محکوم شو.

زید ابادي د ایران له ګڼو ورځپاڼو لکه ازاد، شرق، همشهري ورځپاڼې او همداراز د بی‌بی‌سی او روزآنلاین وېب‌پاڼو سره کاري سابقه په خپله کارنامه کې لري.

نوموړی د ایران د خبریالانو د صنفي ټولنې د مشرتابه غړی او د ایران د فارغ‌التحصیلانو د سازمان رئیس هم و.

همداراز، د نړیوالو مطبوعاتو موسسې په ۲۰۱۰ کال کې زید ابادي ته د طلایي قلم جایزه ورکړې وه.

د «ګیګرموکانو» جایزه، د کولمبیايي خبریال په یاد کې چې په ۱۳۶۵ کال (۱۹۸۶ میلادي) کې د خپل دفتر مخې ته ووژل شو، هر کال هغه خبریال ته ورکول کېږي چې د بیان ازادۍ د پراخولو لپاره یې هڅې کړې وي او خپله ژوند یې له خطر سره مخ کړی وي.