کابل، چهارشنبه، ۱۳۹۰ د لړم ۴مه
د ایران پېژندل شوي خبري انځور اخیستونکي مجید سعیدي، د افغانستان د ماینځپلو قربانیانو څخه د يوې انځوریزې ټولګې پر مټ د نیویارک په نړیوالو سیالیو کې د «۲۰۱۱ کال د نړیوال انځور اخیستونکي» عنوان خپل کړ.
د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲مه د امریکا نیویارک ښار په لینکلن فرهنګي مرکز کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مجید سعیدي په نشتون کې هغه د «لوسي» مجسمه او لس زره امریکایي ډالر خپل کړل.
د جګړې قربانيانو انځوريزه ټولګه په هرات ولایت کې د جګړې له امله معلولینو څخه اخیستل شوې ده.
په همدې سیالیو کې، د ایټالیا انځور اخیستونکې آنا دی پروسپرو د « د کال کشف» جایزه وګټله او امریکا مېشت هسپانوي انځوراخیستونکي دانیل بلترا د «د ژور پرسپکتیو انځوراخیستونکي» جایزه وګټله.
د انځور اخیستنې دا نړیواله سیالۍ هر کال په دوو مسلکي او آماتور څانګو کې، په نهو برخو کې لکه خلک، تبلیغات، معماري، ښکلي هنرونه او طبیعت ترسره کېږي.
تر دې مخکې هم یو شمېر مشهور نړیوالو انځور اخیستونکو لکه ستیف مک کري، جیمز ناچوی او کارتیه برسون د لوسي له بنسټ دا معتبره جایزه ترلاسه کړې وه.
مجید سعیدي خپله مسلکي لاره په ۱۳۶۹ هـل کال کې د ایران په شمال کې د رودبار د سختې زلزلې له انځوراخیستلو سره پیل کړه او له هغه وروسته یې له ګڼو ملي او نړیوالو رسنیو سره کار کړی دی.
په ۱۳۸۸ هـل کال کې کله چې د ایران د ولسمشرۍ لانجمنې ټاکنې ترسره شوې، نوموړی هم د ګڼو نورو خبریالانو او انځورګرو سره یوځای ونیول شو او د تهران د انقلاب محکمې لخوا په درې کاله بند محکوم شو، خو موده وروسته د ضمانت په بدل کې آزاد شو.
سعیدي له دې پېښو وروسته د ګټي ایمیجز نړیوال آژانس د خبري انځور اخیستونکي په توګه افغانستان ته راغی او اوس مهال د دې اژانس رسمي خبري عکاس په توګه افغانستان کې فعالیت کوي.
نوموړي له دې وړاندې هم د یوه معلول افغان ماشوم د انځورونو د ټولګې له امله د «ورځني ژوند» په څانګه کې د چین هېواد ۲۰۱۱ کال د انځورونو نړیوالې جشنوارې د سرو زرو مډال او په ۲۰۱۰ کال کې یې د يونسيف (د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق) د انځورونو دوهمه جایزه ګټلې وه.

