کابل، جمعه، ۱۳۸۹ د لیندۍ ۲۶
په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په څپه کې د ۲۰۱۰ میلادي کال په اوږدو کې لږ تر لږه اته خبریالان او رسنیز فعالان د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
د دې شمېر خبریالانو له وژل کېدو سره، پاکستان د خبریالانو لپاره په تر ټولو خطرناک او مرګوني هېواد بدل شوی دی.
په وژل شوو کسانو کې شپږ تنه هغه خبریالان هم شامل دي، چې په ځانمرګو بریدونو یا هم د وسلهوالو سره د مستقیمو نښتو پر مهال وژل شوي دي.
د په مارچ میاشت (۱۳۸۹ کال د غویي میاشت) کې د سماء تلویزیون خبریال عظمت علي بنګاش، د اروکزی په سیمه کې کډوالو سره د مرستو د وېش څخه د انځورونو اخیستلو پر مهال د ځانمرګي برید له امله او د همدې تلویزیون بل خبریال ملک عارف هم د کوټې په یوه روغتون کې د ځانمرګي برید له امله ووژل شول.
په تېرو ۱۲ کلونو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې ۳۹ خبریالان او رسنیز فعالان وژل شوي دي.
له پاکستان وروسته عراق له څلورو وژل شویو خبریالانو سره په دوهم او مکسیکو او هندوراس له درې درې وژل شویو خبریالان سره په ګډه درېیم مقامونه خپل کړي دي.
د خبریالانو څخه د دفاع نړیوالې کمېټې د موندنو له مخې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۴۲ خبریالان او رسنیز فعالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو پر مهال د تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.
په همدې کال کې، په انګولا، افغانستان، اندونیزیا، تایلنډ، فلیپین، نایجریا او سومالیا هېوادونو کې دوه دوه خبریالان وژل شوي دي.
سربېره پر دې، په اوګاندا، بلاروس، برازیل، رواندا، کامرون، کولمبیا، لبنان، یمن، یونان او هند هېوادونو هم یو یو خبریال د ورته پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې کمېټې اجرایي رئیس جوئل سیمون وویل: «که څه هم د تېر کال پرتله د وژل شویو خبریالانو شمېر کم شوی، خو بیا هم په حیرانوونکې کچه لوړ دی او دا د هغه پراخېدونکي تاوتریخوالي ښکارندویي کوي چې خبریالان په ټوله نړۍ کې ورسره مخ دي.»
په ۲۰۰۹ میلادي کال کې، ۷۲ خبریالانو په بېلابېلو هېوادونو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي وو.
د سیمون په وینا: «له افغانستانه تر مکسیکو او له تایلنده تر روسیې، د خبریالانو د وژنو په څېړنه کې د حکومتونو ناکامي له سزا څخه د معافیت لامل شوی او بالاخره یې راتلونکی تاوتریخوالی پیاوړی کړی دی.»

