کابل، جمعه، ۱۳۸۹ د تلې ۲۳
د امریکا غږ راډیو سیمهييز خبریال «عبدالملک بابایف» او د ازبکستان د «وستی» خبري وېبپاڼې مسؤول (ادېتور) «ولادیمیر برزوسکي»، د محاکمې له ګواښ سره مخ دي.
دوی دواړه د ټولنیزو رسنیو له لارې د ازبکستان ملت او دولت ته په سپکاوي او بدنامي تورن شوي دي او د محکومیت په صورت کې به اوږدمهاله بند سره به مخ شي.
عبدالملک بابایف تر دې دمه د بشري حقونو د نقض، فساد، کمزوري اقتصاد او د روغتیايي سیستم د نیمګړتیاوو په اړه بېلابېل راپورونه چمتو کړي دي.
نوموړی د روان کال په اوړي کې د ازبکستان او قزاقستان په ګډه پوله کې، له ازبک مهاجرو کارګر څخه د انځور اخیستلو پر مهال ونیول شو او بیا له پولې څخه د غیر قانوني تېرېدو او د هغو مطالبو د چمتو کولو او خپرولو په تور چې د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل شوي، تورن شو.
د تاشکند د «وستی» خبري وېبپاڼې د روسي برخې مسؤول ولادیمیر برزوسکي هم د ۱۶ مقالو د خپرولو، بیا خپرولو او د روسي خبري اژانسونو لکه «اینترفاکس»، «ریا نووستي»، «رګنام» او «فرغانه» وېبپاڼې سره د همغږۍ له امله، د ازبکستان د عامه اړیکو مرکز له لوري تورن پېژندل شوی دی.
ویل شوي چې یادو مقالو «تورنونکي معلومات» خپاره کړي، خو تر هغه وروسته چې ښاغلي برزوسکي د تاشکند د ځايي چارواکو پر ضد د یو سړک د نوم بدلولو اړوند نیوکه کوونکې مقاله لیکلې وه، رسماً تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شو.
ازبکستان ۸ کاله مخکې د اسلام کریمف تر مشرۍ لاندې دی، ژمنه کړې وه چې د رسنیو ازادي به بنسټیزه کوي، خو د دې ژمنې برخلاف د دې مودې په ترڅ کې ګڼ شمېر خبریالان او رسنۍ د خبرونو او راپورونو د خپرولو له امله تر فشار لاندې راغلي دي.
په تېرو لسو کلونو کې لږ تر لږه ۷ خبریالان او رسنیز فعالان په ازبکستان کې د دولت لهخوا تعقیب شوي او په زندان محکوم شوي دي.

